د چین بهرنیو چارو وزارت وایي چې افغانستان یو خپلواک او حاکمیت لرونکی هېواد دی، امریکا او ملګري هېوادنه یې باید د دغه هېواد له تاریخ څخه په زده کړې د افغانستان د مسئلې په اړه پر خپلو ناوړه کړنو له سره کتنه وکړي او باید ډېر محتاط عمل وکړي.
د چین نړیوالې راډیو د وانګ ون بين له قوله ویلي، د اوو هېوادونو ډله به د اګسټ پر ۲۴مه د افغانستان د مسئلې په اړه د بحثونو لپاره يوه انلاين غونډه تر سره کړي.
بريتانيا غواړي، چې په دغه غونډه کې ګډونوال هېواونه وهڅوي، چې پر طالبانو نوي بنديزونه ولګوي.
هغه زیاته کړې چې نړيواله ټولنه بايد پر مثبت لوري د افغانستان د حالاتو د پرمختګ لپاره هڅې وکړي او د سولې، بيارغونې، د خلکو د ژوند د ښه والي او د پرمختګ په برخه کې دې د افغانستان لاسنیوی وکړي.
هغه ټینګار کړی دی چې بندیزونه نه یوازې ستونزه نه شي حل کولی، بلکې منفی اغېزې به ولري.
بلخوا تېره ورځ پخواني امریکايي چارواکي ویلي په افغانستان کې د امریکا ماتې ددغه هېواد نړیوال اعتبار ته زیان رسولی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو ویلي چې په افغانستان کې يې ماتې خوړلې ده او دې ماتې په نړیواله کچه د امریکا باور او اعتبار ختم کړی دی.
هغه وایي ددې بې اعتبارۍ د ختمولو لپاره امریکا باید په نړیواله کچه ډېر څه جبران کړي او ډېرې هڅې وکړي.
هغه زیاته کړې چې دمګړی امریکا د نړیوالو پر وړاندې کوم اعتبار نه لري او نه هم نړیوال دې ته تیار دي چې په نږدې وختونو کې پر امریکا باور او تکیه وکړي.
تر دې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې ده او ددې ماتې مسوولین یې د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن او محمد اشرف غني بللي وو.