هغه عوامل چې د ماشومانو پر روزنه اغېزه کوي؛ له کورنۍ تر نا اټکل شوو پېښو!

ژباړه: حماد هلال

د ماشومانو روزنه او وده له بېلابېلو فکتورونو اغېزمنه ده، چې هر یو یې خپل وزن و اهمیت لري او باید پاملرنه ورته وشي!

روزنه په انسانانو کې د مختلفو استعدادونو او قوتونو هڅول او کښت کول دي، کوم چې باید د ښوونکي په هڅو سره وي ترڅو د برداشت او وړتیا حد پورې نسبي کمال ترلاسه کړي. که چېرې دا مختلف استعدادونه او واکونه د کوچ تر نظارت لاندې د کوچ منظم او سازماني شوو کړنو له لارې تغذیه شي ، خوشالي او وده به پیل شي.

شخص په ژوند کې د بېلابېلو عواملو اغېز لاندې وي، چې هغه له تېرو وختونو څخه اغېز کوي او دا عوامل په دوامداره توګه هغه باندې تاثیر پریږدي. روزنه غواړي دا عوامل د شخص په ګټه ورسوي یا یې منفې اغېز کم کړي، هغه عوامل دا دي:

الف ـ کور یا کورنۍ

د کور او کورنۍ اغېز په فرد کې نا محدود دی، او ویلی شو، چې د شخص د روزنې بنسټ له کورنۍ پیل کېږي، ځکه د کور چاپيریال په ماشوم کې رواني جوړښت رامنځته کوي او هغه وسایل چې د هغه رواني اړتیاوې پوره کوي او یو فرصت چمتو کوي، چې د ماشوم غوښتنو او خوځښتونو اراده پوره کړي. دا ټول د ماشوم په وده کې مهم دي.

څرنګه چې کور د ماشوم اخلاقي روغتیا بنسټ جوړ وي، ځکه هغه اخلاقي ارزښتونو لکه: په رښتینولۍ او صداقت کې علاقه، د دروغو او غلطیو څخه کرکه، همکارۍ لپاره لیوالتیا، د یوبل سره مینه، د فضایلو سره مینه کول، د بدبختیو سره مبارزه کول او دې ورته… چې دا ټول د کورنۍ چاپیریال څخه زده کېږي.

د اوریدو له لارې د ماشومانو ذهني روغتیا رامنځته کول( الفاظ، جملې، کیسې او پېۍښې) او د لیدلو له طریقه ( د کتاب، مجلې، ورځ پاڼو او هغه منطقي او قانع کوونکي ځوابونه چې ماشوم ته ورکول کېږي) او همدارنګه د راډیو او تلوېزیون ( کیسو او فلمونو) چې په کور کې کتل کېږي، دا ټول د ماشوم فکري (ذهني) جوړوونکي دي. همدارنګه د کور نظم، ښکلا، پاکي او هغه انځورونه چې کور کې وي د هغو د منظرو لیدل د ماشوم په شعور او وجدان باندې اغېزمن دي.

ب ـ مدرسه

دې ته په کتو چې ملتونه هڅه کوي، خپل ماشومان سم وروزي او د هغو نا اټکل شوو پېښو او د کورنۍ هغه بد تاثیرات چې پکې وي مخه یې ونیسي د دې لپاره یې ښوونځي جوړ کړي، چې ترڅو یو داسې ښوونیز چاپيریال چې ټولنه هغه قبلوي او دولتونه هم ترې ټولنې ته د خدمت په خاطر ملاتړ کوي رامنځته کړي.

ج ــ ټولنې

په اوسني عصر کې مختلفې ټولنې د افرادو په روزنه کې اغېز لري. دا ټولنې په مختلفو تګلارو لکه: لوبې، میلمستیاوې او د  بېلابېلو مراسمو جوړولو له امله په مستقیم او غېرې مستقیم ډول د ځوان نسل په روزنه او ښوونه کې دخیلې دي. د ټولنو رول کولی شي هم منفي اوسي او هم مثبت.

د ــ نامعلوم (نا اټکل) شوي عوامل

ځیني نور عوامل هم شتون لري، چې د ماشوم په وده کې په نا پوهېدلي ډول ډېر مهم دي: مور او پلار چې ماشوم ترې پیداکېږي، د والدینو علاقه له مالی شتمنیو سره هم د ماشوم په چلند کې ډېر اغېز لري. دا چې ماشوم په ښار کې ژوند کوی یا کلي کې د ماشوم په روزنه کې ژور اغېز لري.

هغه ملګري چې ماشوم ورسره لوبې کوي، هغه ملګري چې ټاکي یې، هغه کتابونه چې لولي، هغه لوبې چې ترسره کوي، هغه مسلک او هنر چې ټاکلی دی، هغه ټولنیز نظم چې پکې ژوند کوي او هغه پلانونه و برنامې چې ماشوم ورسره مخ کېږي؛ دا ټول د هغه په چلند اغېزمن دي او همدا عوامل دي، چې د هغه اخلاق جوړوي او دهغه چلند او سلوک ټاکي.

دا ټولې کړنې د پالوونکو کنټرول لاندې ندي، مګر دا عدم کنټرول نشي کولی موږ چې موږ قانع کړي، ترڅو د ماشومانو راتلوونکی برخلیک د تقدیر پرېکړو ته پریږدو. څومره چې کولی شئ د ماشومانو سره لوبې وکړئ. موږ باید = د دې عواملو لخوا رامنځته کېدونکو خطراتو په وړاندې خنډونه رامنځته کړو، منفي اغېزې کمې کړو او ګټور فکتورنه تقویه کړو.

کله چې موږ غواړو یو ماشوم لوی کړو ، موږ باید د هغه مختلف اړخونه په پام کې ونیسو: د هغه بدن، عقل، وجدان او روان ته باید پاملرنه وشي، موږ باید دا په یاد ولرو چې دا د ټولنې یو غړی دی، ټولنه په ده او دا په ټولنه اغېزې پریږدي.

دا باید په نظر کې ونیول شي، چې ماشوم یو ژوندی موجود دی، چې په طبیعي چاپیریال کې ژوند کوي.