د افغانستان، چین، پاکستان او هند ترمنځ په مسکو کې څلور اړخیزه غونډه جوړه شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي دي چې په دې غونډه کې په سیمه کې پر روان وضعیت او متقابلو همکاریو خبرې شوې دي.
د بلخي په وینا درې واړو هېوادونو ژمنه کړې چې د افغانستان له نوي حکومت سره به خپل تعامل ته ادامه ورکوي او په اړینو برخو کې به همکاري کوي.
یادو هېوادونو همدا راز ویلي چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو لپاره به هڅه کوي او تر څنګ یې په هېواد کې له رامنځ ته شوي امنیت او پرمختګونو هرکلی کړی دی.
دوی ویلي چې د بشري مرستو په برابرولو کې به هم له افغانستان سره همکاري کوي.
په دغه غونډه کې سیمه سیمه ییزو قدرتونو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د مرستندویه هېوادونو یو کنفرانس جوړ کړي.
د راپورونو له مخې د مسکو په غونډه کې راټولو شوو هېوادونو پر ملګرو ملتونو غږ کړی دی چې د افغانستان پر بیا رغونه فکر وکړي او پر همدې تړاو د مرستندویه هېوادونو یو کنفرانس راوبولي.
دوی وایي د افغانستان د ابادۍ لپاره باید ډېرې پیسې هغه هېوادونه ورکړي چې په تېرو شلو کلونو کې یې په دغه هېواد کې نظامي حضور درلود او جګړې یې کړې دي.
د مسکو د غونډې ګډونوالو دغه راز ډاډ ورکړی چې د افغانستان تر څنګ درېږي او له دغه هېواد سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي.
د مسکو غونډه پرون د افغانستان په اړه جوړه شوې وه چې په هغه کې چین، هند، پاکستان، روسیې او د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو ګډون کړی و.
امریکا یې د خپل نه ګډون لامل لوجستیکي ستونزې ښوودلې وې.