پي‌ټي‌ایم: د علي وزیر ضمانت شوی دی

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړی علي وزیر ضمانت شوی دی.

د یاد غورځنګ غړو ویلي چې بې ګناه علي وزیر تر یو کال زنداني کېدو وروسته به په ضمانت راخوشې شي.

د یادونې ده چې پاکستاني حکومت یو کال مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پارلمان غړی علي وزیر د پاکستاني حکومت پر ضد د پاروونکو څرګندونو او دغه راز په یو شمېر بریدونو کې د لاس لرلو په تور ونیو او زندان ته یې ولېږه، خو د یاد غورځنګ غړي وایي چې علي پرته له دې چې د خپلو خلکو لپاره یې د حقونو غوښتنه کوله بله هیڅ ګناه نه لري.

دوی پر پاکستاني حکومت تور پورې کړی دی چې له ترهګرو سره لاس لري خو هغوی چې سوله او امن غواړي نیول کېږي او د بېلو جرمونو په تور زندان ته اچول کېږي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په کویټه کې یوې احتجاجي ناستې ته په خبرو کې یو ځل بیا پر پاکستاني ریاست توندې نیوکې کړې دي.

هغه ویلي چې پاکستان په لوی لاس پښتانه د مرګ کندې ته ټېل وهي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې پاکستانی ریاست هغه پښتانه ځوانان چې په پوځ کې کار کوي د بلوڅو سره د جګړې لپاره بلوچستان ته لېږي.

پښتین ټینګار کړی دی چې په بلوچستان کې دې د بلوڅانو سیمو ته پښتانه ځواکونه نه لېږل کېږي او په خبره یې هغوی چې له بلوڅو سره دښمني لري په خپله دې هلته ورشي.

دا جلسه چې د علي وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو زنداني غړو لپاره رابلل شوې وه پښتین ورته په خپله وینا کې د دغه راز د افغانستان په اړه هم څرګندونې کړې دي او څرګنده کړې یې ده چې د نړۍ د زورورو د ناسمو پرېکړو له امله افغانستان له تباهۍ سره مخ دی.

پښتین ویلي چې پاکستان هم په داسې حال کې د افغانانو پر مخ خپلې دروازې وتړلې چې هلته د خلکو باغونو حاصلات ورکړي دي.

د ده په خبره، د پاکستان له لاسه د افغانانو مېوې خرابې شوې دي او سخت مالي تاوان یې کړی دی.

پښتین ټینګار کړی دی چې پاکستان له پښتنو سره دښمني لري او لا یې هم ورسره د مور میرې چلند نه دی پرېښی.

هغه زیاته کړې ده چې پښتانه به یو کوي او د دوی د راپاڅېدو یوازینی هدف همدا د پښتنو یووالی او ازادي ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي