پوتین د اوکراین دوې برخې د مستقلو هېوادونو په توګه په رسمیت وپېژندلې.
د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین تېره شپه د روسیې تونتسک او لوهانسک سیمې د مستقلو سیمو په توګه په رسمیت وپېژندلې او ویل کېږي چې دغه سیمو ته یې ولسمشران معرفي کړل.
دغه سیمې د بیلتونپالو په لاس کې وي او اوس پوتین هغه سیمو ته د خپلو سرتېرو د لېږلو فرمان هم لاسلیک کړی دی.
دې مسئلې د امریکا او اروپا غبرګون پارولی دی او بایډن پر روسیې د بندیزونو وضع کولو فرمان لاسلیک کړی دی.
اوکراین بیا وایي دوی ته خپله خاوره ارزښت لري او اجازه به ور نه کړي چې روسیه یې ترې بېله کړي.
دمګړی روسي ځواکونه دغه دوو سیمو ته ننوتلي دي.