په ګڼو ولایتونو کې تر اوربند وروسته د طالبانو او افغان پوځ ترمنځ نښتې شوې

رنګین تجريدي ډیزاین

د اوربند له پای ته رسېدو سره سم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو او افغان پوځ ترمنځ نښتې پیل شوې دي.

د راپورونو له مخې په هلمند، کندوز او ځینو نورو سیمو کې طالبانو تهاجمي بریدونه پيل کړي چې د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي او دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

ملي دفاع وزارت هم ددغه بریدونو د تایید تر څنګ پر طالبانو تور پورې کوي چې په ځینو سیمو کې یې اوربند نه دی مراعات کړی او بریدونو ته یې ادامه ورکړې وه.

ملي دفاع وزارت همدا راز وایي چې تازه یې په هلمند کې پر طالبانو برید کړی او دوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. طالبانو هم د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د یادونې ده چې ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې په پوره جرات جګړه ودروي او د سولې خبرو ته را مخ ته شي.

ولسمشر تېره ورځ ناوخته په ارګ کې له قومي مشرانو او مخورو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې حکومت د جګړې ختمولو ته ژمن دی خو طالبانو تر اوسه سولې ته خپله ژمنتیا نه ده ثابته کړې.

دده په خبره که طالبان په رښتیا د سولې غوښتونکي وي نو جرات دې وکړي، جګړه دې ودروي او د سولې خبرو ته دې رامخ ته شي. نوموړي دغه راز ټینګار کړی چې د سولې هېڅ هوکړه به د لویې جرګې له تایید پرته نه عملي کېږي.

ده پر قومي مشرانو او مخورو غږ وکړ، څو طالبان سولې ته وهڅوي او دوی اړ کړي چې په لویه جرګه کې له خلکو سره مخامخ خبرو ته کېني.

بلخوا امریکایي سناتور مایکل مک کال ویلي افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې د امریکا متحد هېواد و او د امریکايي حکومت مسوولیت دی چې ددغه هېواد غوښتنې او اړتیاوې واوري.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې دغه مرستیال همدا راز ویلي چې ولسمشر غني به په نږدې وختونو کې امریکا ته سفر وکړي چې د امریکا سنا ته به هم راشي او سناتوران به ترې پوښتنې ولري.

هغه ټینګار کړی چې امریکا باید د افغان حکومت ملاتړ ته ادامه ورکړي او په دغه هېواد کې دې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي او عملي ګامونه اوچت کړي.

مک کال د افغان پوځ د ملاتړ او پیاوړتیا پر مسئله هم ټینګار کړی دی او په خبره یې دوی باید د راتلونکو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره پیاوړي کړل شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي