په دیپلوماتیک روغبړ کې د لاس ورکولو اداب

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

لیکنه: حکیم الدین منځنی
د بهرني سیاست د اجراء له وسیلو یوهم دیپلوماسي ده، له دې وسیلې ديپلوماتان هغه مهال ګټه پورته کوي، چې کله یې ملي ګټې په خطر کې غورځیږي، دوی د خپل هېواد په استازیتوب په ګاونډیو، سیمیزو او نړیوالو غونډو کې ګډون کوي او ملي ګټې په خطر کې له لوېدو ژغوري.په همدې دلیل رسمي دیپلوتیکو غونډو کې برخه اخلي او یا په یوه هېواد کې د سفیر په توګه بهرنی سیاست مخ ته وړي. کله چې د پورته هدف لپاره د یو د بل هېوادونو ته ور بلل کېږي، یو له بل سره روغبړ کوي او لاس ورکوي. د وخت په تېرېدو د لاس ورکولو په برخه کې له دیپلوماتیکو تشریفاتو یو لړ اداب او قواعد وتلي او نن ورځ د دغه ادابو پامنیوی د دیپلوماتانو لپاره خورا اړین دی. په دې لیکنه کې هغه اصولو او ادابو ته ځای ورکړل شوی چې په نړیواله کچه د لاس ورکولو پر مهال باید په پام کې ونیول شي.
1. د لاس ورکولو په ادابو کې لومړۍ ادب دا دی، چې ړومبی باید لوړ پوړی مقام د لاس ورکولو لړۍ تر ټیټ پوړي مقام پيل او وغځوي. د لوړي پوړي مقام پر لور د ټيټ پوړي چارواکي لاس اوږدول او مخکې والی؛ په داسې حال کې چې هغه لاس نه وي ورکړی، د تشریفاتو له دود او نزاکت وتلې کړنه ده. څو چې لاس ورکوونکي بیرته خپل لاس نه وي کش کړی، تر هغه باید د لاس ورکولو لړۍ ادامه ومومي.
2. دویم ادب ټینګار کوي چې په ډلیزو مراسمو کې د ګډون پر مهال باید لاس ورکول له لوړ پوړي مقام پیل شي او په ترتیب دې تر ټیټ پوړي چارواکي دوام ورکړي. پورته قاعده کې په لومړي ځل د لاس اوږدول د لوړ پوړي دیپلومات په غاړه دي. دویم ادب په دې را څرخي چې د لاس ورکولو شروع باید په مقابل لوري کې له لوړ رتبه شخص وشي او ورپسې دې هم ترتیب مراعت کړي. په دې اړوند دا یادونه ضرور ده چې دیپلوماتیک پلاوي ته د کتار برابرول د رتبې له مخې ډېر اړین شمېرل کېږي او د ردو بدل اشخاصو له درولو دې جداً ډډه وشي.
3. د دیپلوماتیک روغبړ اړوند دریم ادب دا دی؛ چې دیپلومات باید له نورو استازو سره د لاس ورکولو پر وخت؛ خولۍ له سر ایسته کړي. خو که چېرته خولۍ د یو هېواد ملي او سنتي جامعه وي، بیا یې لرې کول اړین نه دي.
4. په دیپلوماتیک ښه راغلاست کې چې یو بل شي ډېر تر سترګو کېږي، هغه د روغبړ پر وخت د لاسونو ټکان او زور کول دي. دا کړنه د دواړه لوریو په نږدې دوستۍ او صمیمیت دلالت کوي، دې ټکي ته مو باید پام وي چې د لاس په ورکولو کې باید توازن وساتل شي، په دې ډول چې استازی باید له یوې خوا په لاس ورکولو کې بې حاله او سست ونه ووسي او له بلې خوا دومره دې هم د مقابل لوري لاس نه زور کوي چې خپله پهلواني څرګنده کړي.
5. سیاستوال او دیپلوماتیک کارکوونکي باید دیپلوماتیکو تشریفاتو پر مهال یوې بلې باریکۍ ته هم متوجې وي، که د یو دیپلومات په لاس دستکشې وي، ښه داده چې د ښي لاس دستکشه ایسته او روغبړ ته دوام ورکړي، که احیانا لیدنه کتنه ناڅاپي وي او د لرې کولو فرصت پیدا نه شي، ښه داده چې د لاس ورکولو په وخت د دستکشې په برخه کې بخښنه وغوښتل شي.
6. کله نا کله داسې هم واقع کېږي چې دیپلوماتیک استازي له نارینه او ښځینه طبقې څخه وي. دغه وخت باید مسلمان دیپلومات له ښځینه سیالې سره د روغبړ په وخت د لاس ورکولو ځان وساتي او یوازې دې د سترګو او سر په اشاره له هغې سره روغبړ وکړي.

7. سیاسیون باید د لاس ورکولو پر وخت له هغه کس؛ چې غواړو لاس ورکړو. لرې ونه دریږو، یو قدم باید مخکې واخلي او له نږدې ځایه دې لاس ورکړي. دارنګه چپ لاس باید د مقابل لوري په اوږه بار نه کړل شي. پرته له دې شخص ځانغوښتی او بې ادب معلومیږي.
8. دیپلومات باید د روغبړ په وخت کې ټوله پاملرنه سیال ته وکړي او که احیاناً د یو لوی سټیج پر سر لیدنه کتنه وي، دواړه د لاس ورکولو ترڅنګ د کنفرانس ګډونوالو ته هم کتلای شي، کوشش باید وشي چې د شونډو په تبسم یو بل ته ته لاس ورکړي. بل خوا ته باید سترګې خښې نه شي او نه باید بې اعتنایي وشي، دا ډول چلند اشخاصو ته د نه اهمیت ورکولو په مانا تعبیریږي او دیپلوماتیک سپکاوی دی.
9. ضرور نه ده چې په یوه میلمستیا کې دې ټولو حضارو ته لاس ورکړل شي او د هغوی پوښتنه دې وشي، کولای شئ له خپل سیال پرته نورو سره د سر په اشاره او د لاس په اچتولو ستړي مه شې او ښه راغلی وکړئ.
10. کله چې یو دیپلوماتیک پلاوی له بل دیپلوماتیک هیئت سره مخکیږي، دې ټکي ته باید متوجې وي چې لاسونه یې لانده نه وي، په لوند لاس دیپلوماتیک استازي سره روغبړ د نړیوالو دیپلوماتیک ادابو خلاف کار دی او په دیپلوماسۍ کې بې نزاکتي شمېرل کېږي.

حکیم الدین منځنی په ننګرهار کې د الفلاح پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي ځوان استاد دی

د پورته ادابو رعایت یوازې دیپلوماتانو ته اړین نه دی، نور هغه اشخاص او چارواکي چې په رسمي غونډو کي ګډون کوي، ولوکه دغه غونډې او ناستې د بهرني سیاست اړوند هم نه وي. باید د روغبړ پر مهال دغه اداب مراعت کړي.
اخځلیکونه
۱ـ ستوری، د بهرنیو چارو وزارت خپرونه، ۴۸ګڼه، ۱۳۸۹ه ل کال
Oana Luca (2008). Diplomacy and diplomatic Protocol University of Bucharest۲
سرچینه: د الفلاح پوهنتون له فیسبوک پاڼې

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.