پنټاګون: کابل کې د هوایي برید ترسره کوونکو ته جزا نه ورکوو

سپینه تجريدي ډیزاین

امریکا وایي په کابل کې د یوه هوايي برید پلانوونکو ته هېڅ ډول جزا نه ورکوي.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د دفاع وزیر هغه غوښتنه منلې، چې له مخې به یې په کابل کې د تخلیې ماموریت پر مهال د هوايي برید ترسره کوونکو ته جزا نه ورکول کېږي.

سرچینه وایي یاد وګړي په دې برید کې هېڅ پړه نه دي او ټول معلومات دا وو، چې هلته د داعش ډلې موټربم دی، خو وروسته ثابته شوه چې هلته ملکي وګړي وژل شوي دي.

امریکا د اګسټ په ۲۹مه په کابل کې هوايي ډګر ته څېرمه هوایي برید وکړ، چې په هغه کې یوولس ملکي وګړي ووژل شول.

له دې ډلې اووه کسه یې ماشومان وو.

دغه برید په نړیواله کچه غبرګونونه وپارول او هغه یې د بشري حقونو نقض وباله.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي