پنټاګون: لا هم لس زره کسان له افغانستان د وتلو انتظار کوي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون په تازه څرګندونو کې ویلي، چې شاوخوا لس زره کسان د کابل هوايي ډګر ته د ننه شوي او پروازونو ته منتظر دي؛ خو زرګونه کسان له هوايي ډګر بهر میدان ته د ننوتو په لټه کې دي.

د امریکا ددفاع وزارت ویلي دوی به د ټولو دغه کسانو د لېږد پروسه چټکوي.

بلخوا ځينې کسانو نړیوالو رسنیو ته ویلي چې پر هوايي ډګر ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده او ان هغه کسان ځانونه خپلو موخو ته نه شي رسولی چې له ځان سره قانوني اسناد هم لري.

ددوی په خبره په هوايي ډګر کې باید نظم راوستل شي او د پاسپورت لرونکو خلکو ته دې د تګ اجازه ورکړل شي.

بلخوا طالبانو په تازه اعلان کې ویلي چې له بهرنیو وګړو پرته نور له دې وروسته هوایي ډګر ته د تګ اجازه نه ورکوي.

دوی همدا راز د هوايي ډګر ټوله شاوخوا محاصره کړې ده.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه تازه خبري کنفرانس کې ویلي، که نړیوال خفه کېږي او که خوشالېږي طالبان دمګړی د افغانستان واکمنان دي او موږ د ستونزو د حل لپاره له دوی سره خبرو ته اړتیا لرو.

د بلینکن په خبره طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او هغو کسانو ته د تګ راتګ مصونه لار برابره کړي چې له افغانستان د وتلو په لټه کې دي.

دده په خبره د اګسټ تر ۳۱مې وروسته امریکایي عسکر له افغانستان وځي خو دا په دې مانا نه ده چې هلته د پاتې امریکایي وګړو د ایستلو پروسه هم پای ته رسېږي.

هغه زیاته کړې طالبان باید هوايي ډګر خوندي کړي او خلکو ته دې د مصون سفر او تګ راتګ اجازه ورکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي