پنټاګون: افغان ځواکونه مدرنې وسلې او کافي پرسونل لري

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د امریکا دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره د ښه هوايي ځواک په ګډون مدرنې وسلې، روزنه او کافي شمېر پرسونل لري.

د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي، پر دې سربېره امریکا به افغانستان ته نورې الوتکې ورکړي او د هغو ساتنې او لوژیستیک ملاتړ ته به دوام ورکري.

کربي دا څرګندونې پرون ناوخته د افغانستان په اړه له خبریالانو سره په یوه خبري غونډه کې کړې دي.

نوموړي وویل، دا د افغانستان د حکومت په ارادې پورې اړه لري چې د ټول هېواد او ملت د سوکالۍ، امنیت او سولې په خاطر د دایمي سیاسي جوړجاړي لپاره خبرې کوي او که نه.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي په افغانستان کې د سولې توافق او جامع اوربند د دغه هېواد د ګاونډیو هېوادونو ملاتړ ته اړتیا لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په ایران کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د غونډې جوړېدو ته په اشارې ویلي، دوی هیله من دي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه، د افغانستان په مسله کې په با مسوولیته شکل برخه واخلي.

پرایس افغانستان کې د وروستیو جګړو او تاتریخوالي په اړه ویلی، هېڅ حکومت به چې د وسلې په زور افغانستان کې واک ته ورسېږي، مشروعیت او ملاتړ ونه لري.

بلخوا تېر ماښام د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغانستان په اړه د خپلې تازه ستراتیژۍ د اعلان پر مهال وویل چې د اګست تر پایه به امریکایي ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان را ووځي.

بایډن وویل چې طالبان به په زور واک ته ونه رسیږي او د افغانستان درې لکه کسیز امنیتي ځواک مجهز او د هیواد ساتنې وړتیا لري،ګ.

بایډن زیاته کړې، چې د افغانستان راتلونکې په افغان مشرانو پورې اړه لري او باید اتحاد وکړي او د سولې خبرې کامیابې کړي.

د بایډن په خبره، امریکا افغانستان کې د سولې ملاتړ ته ادامه ورکوي او د ملي ځواکونو د تجهیز لپاره هم پر خپلو ژمنو ولاړ یو.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي