پر افغانستان بریدونه؛ امریکا او پاکستان هوکړې ته نږدې شوي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

امریکا او پاکستان په افغانستان کې د هوایي بریدونو د ترسره کولو په تړاو هوکړې ته سره نږدې شوي دي.

د سي ان ان د راپور له مخې امریکا په افغانستان کې د هوايي بریدونو په موخه د پاکستان له حریم د استفادې په تړاو له دغه هېواد سره هوکړې ته نږدې شوې ده.

دغه رسنۍ ته د بایډن د حکومت دوو مهمو چارواکو ویلي چې له کانګریس سره یې هم په دې تړاو بحثونه کړي دي او ډېر احتمال شته چې پاکستان له خپل هوایي حریم امریکايي الوتکو ته په افغانستان کې د بریدونو ترسره کولو په موخه اجازه ورکړي.

سرچینه وایي پاکستان ددې کار په بدل کې له امریکا غوښتي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ورسره همکاري وکړي او د هند پر وړاندې یې په نړیوال دريځ کې ملاتړ وکړي.

دغه سرچینه وایي دا شرطونه لا نهايي نه دي ښایي پاکستان نورې غوښتنې هم ولري.

تر دې وړاندې بیا پاکستان ویلي وو چې په دې تړاو خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي، خو دغه امریکايي سرچینې د هوکړې د رامنځ ته کېدو خبره کړې ده.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې امریکا په افغانستان کې د وضعیت د څارلو لپاره په پاکستان کې خپل نوی ارشد ديپلومات معرفي کړو.

د رویټرز د خبر له مخې د امریکا ولسمشر جو بايډن غواړي په افغانستان کې وضعیت مدیریت کړي چې له امله یې ډونالډ بلوم په پاکستان کې د ځانګړي ارشد ديپلومات په توګه معرفي کړی دی.

هغه به دلته رامنځ ته شوی وضعیت ارزوي او په دې تړاو به د بایډن استازیتوب کوي.

ډونالډ تر دې وړاندې په تونس کې د امریکا سفیر و.

په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

امریکا غواړي چې له افغانستان د خپلو سرتېرو تر وتلو وروسته دلته خپله څارنه ډېره کړي او دلته د پېښېدونکو ګواښونو پر وړاندې پر وخت اقدام وکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي