پاکستان په تیلیفون له پنځو دقیقو څخه په ډېرو خبرو باندې مالیه وضع کړي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د پاکستان فدرالي حکومت له پنځو دقیقو څخه ډېر په ګرځنده تلیفون خبرو کولو باندې مالیه وضع کړي.

د ماليې وزیر “شوکت ترین” ویلي، چې د ملي شورا غونډې ته د ولسي جرګې د لومړي مرستیال “قاسم سوری” په مشرۍ د ملي شورا غونډې ته په خطاب کې وویل، چې حکومت له پنځو دقیقو څخه د ډیرې مودې لپاره په ګرځنده تلیفونونو خبرو باندې مالیه وضع کړې.

شوکت ترین ویلي، چې په ګرځنده تلیفون د ۵ دقیقو ډېرو خبرو باندې به د ۷۵ پیسو مالیه وضع شي، خو په SMS( پیغام) او انټرنیټ به مالیه نه وي.

د مالیې وزیر شوکت ترین زیاتوي، چې د FBR ځورونه د هرچا لپاره ستونزه ده، چې له همدې امله مالیې ورکونکي مالیه نه ورکوي.

هغه وایې، چې پدې برخه کې به موږ درېیم ګوند جوړ کړو چې قانوني جوړښت لري، چې له مخې به یې موږ یوازې پلټنه کوو ، د مالیې له ورکوونکو سره به خبرې کېږي، دوی به نيول کېږي نه.

نوموړي وویل، د ۱،۵ میلیون خلکو پروفایلونه راغلي چې دوی مالیه نه ورکوي، پداسي حالت کې به ایف بي آر هلته نه ځي، د دې سیسټم د درېیمې ډلې له لارې د دوی سره خبرې کول دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې دمخه د مالیې وزیر شوکت ترین ویلي وو، چې لومړي وزیر او کابینې د ګرځنده تلیفونونو ، انټرنیټ ډیټا او ایس ایم ایس باندې د مالیې له لګولو سره مخالفت کړی و ، چې له دې وروسته به په دې ټولو مالیه نه اخیستل کېږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.