پاکستان: وینه مو ورکړې د اغزن سیم تېرول ادامه پیدا کوي

سپینه تجريدي ډیزاین

پاکستان یو ځل بیا ټینګار کړی چې د اغزن سیم غځولو ته به ادامه ورکوي.

د پاکستان د پوځ ویاند په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د اغزن سیم د غځولو لوړه سلنه چارې بشپړې شوې دي او د پاتې چارو لپاره کار روان دی.

هغه ویلي د دې سیم له تېرولو موخه د ولسونو بېلتون نه دی بلکې موخه یې د ولسونو خوندي کول دي.

بلخوا د افغانستان ا.ا بیا په تازه څرګندونو کې ویلي چې د فرضي کرښې په اړه پرېکړه کول د ولسونو کار دی او دوی د ولسونو له غوښتنې او حقونو دفاع کوي.

بهرنیو چارو وزارت وایي وروستیو ناندریو ته په کتو په دې تړاو د پاکستاني او افغان لوري د خبرو اړتیا ده.

بلخوا ملي دفاع وزارت بیا ویلي چې که پاکستاني ملیشې افغان خاورې ته را اوړي نو افغان امنیتي ځواکونه یې پر وړاندې د هر اړخیز اقدام حق لري.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي