پاکستان: له مرکزي اسیا سره د سوداګرۍ لپاره سوله ییز افغانستان ته اړتیا لرو

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري وایي د لومړي وزیر عمران خان مهم پلان دا دی چې له مرکزي اسیا سره د پاکستان سوداګري پراخه شي او ددې کار لپاره با ثباته او امن افغانستان ته اړتیا لري.

د چودري په وینا پاکستان هڅه کوي د جګړې په ختمولو کې خپله همکاري وکړي ځکه با ثباته افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی.

دغه پاکستانی چارواکی داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې افغان حکومت پاکستان په افغانستان کې د نیابتي جګړې ملاتړی بولي او په دې باور دی چې دلته یې د خپلو ګټو لپاره د طالبانو په لاس جګړه روانه کړې ده.

په ورته وخت کې د بحران په نړیواله ډله کې د افغانستان د مسایلو څېړونکی اندرو واتکینز وايي طالبان لا هم له پاکستان سره اړیکه لري او پر دغه هېواد له فشار پرته به طالبان په اسانه له جګړو لاس وا نه خلي.

نوموړي په یوه مرکه کې دا هم ویلي چې په افغانستان کې اوسنۍ جګړې یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي، خو په وینا یې طالبانو دا ثابته کړه چې دوی تر ډېره مذاکراتو ته ژمن نه دي.

انډرو وایي که د طالبانو ټولو غوښتنې، لکه د زندانیانو خوشي کول یا له تور لېست د دوی د مشرانو ایستل و منل شي بیا به هم دغه ډله جګړه و نه دروي او پر ژمنو به عمل و نه کړي.

د افغانستان د مسایلو دغه څارونکي ویلي چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره باید پر پاکستان فشارونه ډېر شي او دغه هېواد دې په افغانستان کې د روانې جګړې په ختمولو کې رښتینې همکارۍ ته اړ کړل شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي