د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ ویلي چې دوی د زور له لارې واک ته د طالبانو بیا ستنېدو سره موافق نه دي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال بابر افتخار ویلي، افغانستان اوس د نویمې لسیزې افغانستان نه دی او د حکومت جوړښت یې په اسانۍ نه شي ماتېدلی.
د پاکستاني پوځ ویاند بابر افتخار ویلي، چې هېواد یې د یو سوله ییز افغانستان ملاتړی دی او د تل په څېر به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
بابر افتخار زیاتوي، پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو ملاتړ نه کوي او نه هم غواړي چې په افغانستان کې بیا کومه سیاسي تشه رامنځته شي.
نوموړی له طالبانو سره د پاکستان اړیکې تاییدوي خو زیاتوي، داسې هم نه ده چې دغه ډله په ټولیزه توګه د دوی په اشاره کړنې ترسره کوي.
بابر همدا راز زیاته کړې چې د افغانستان د راتلونکي په اړه پرېکړه د افغانانو کار دی او دوی په دې تصمیم کې هیڅ مداخله نه کوي.
د پاکستاني پوځ ویاند دغه راز ویلي چې طالبان د زور له لارې واک ته نه شي رسېدای او نه هم جګړه د حل لار ده نو ټولو اړخونو ته په کار ده چې په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره نرمښت وښیي او دا اوږده جګړه د ډیپلوماسي له لارې پای ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې له تیرې یوې نیمې میاشتې راهیسې د سولې بین الافغاني خبرې په ټپه ولاړې دي، په هېواد کې جګړه ورځ تر بلې زیاتېږي او د امریکا او طالبانو ترمنځ هم د سولې پر هوکړه هم جنجالونه راپورته شو ي دي.