پاکستانۍ اداکاره سبا قمر: پاکستان ترهګرو ته ځای ورکوي؛ نوم يې زموږ بد کړی

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

پاکستانۍ اداکاره سبا قمر وايي، چې په نړۍ کې د پاکستان نوم دومره بدنام دی، چې آن زور يې دوی ته رسي.
اغلې قمر چې تازه هندي سینما ته راغلې او د عرفان خان سره يې تیر کال لومړی فلم (هندي میډم) هم خپور کړ، اوس یو مشهور نوم دی.

میرمن سبا ویلي، چې د یوې پاکستانۍ په توګه دا تل په نړیوالو میدانونو کې له کلکې تالاشۍ او پوښتنو ګروېګنو تیریږي.
نوموړې په یوه تازه خپره کړې ویډو کې چې په سترګو کې يې ډنډ اوښکې ولاړې وې، ویلي:
“موږ چې کله ټیبلیسي، جورج جیا ته د فلم د شوټینګ لپاره لاړو، په میدان کې يې ټول هندیان پریښودل، چې تیر شي. زه يې ودرولم. ځکه چې زما پاسپورت پاکستانی و. دوی زما نه څیړنې وکړې او وروسته يې له اوږدې انټرویو پریښودم.”
قمر وايي، چې په هماغه ورځ زه وپوهیدم، چې پاکستان اوس چیرته قرار لري. نوموړې زیاتوي، چې په میدان کې هر امنیتي کس ورته د شک په نظر لیدل.
سبا قمر په ګڼو پاکستانیو فلمونو کې هم لوبیدلې او په پاکستان او هندوستان کې ډیره مشهوره ده.
هغې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:
“دا یواځې (زه) سبا قمر نه ده، چې ورته سپکاوی کیږي؛ بلکې د هر پاکستاني همدا حال دی. ځکه چې پاکستان د ترهګرو د هیواد په نوم مشهور دی.”
سبا قمر وايي، چې تر هغې په پاکستان کې د حافیظ سعید په څیر خلک ازاد ګرځي او “موږ ورته همداسې ګورو، زموږ به همداسې حال وي.”