د پاکستان او افغانستان دیني عالمان په مکه مکرمه کې پر افغان سوله خبرې کوي.
د حج او اوقافو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د سعودي عربستان په کوربه توبه د پاکستان او افغانستان دیني علما سبا چهارشنبه پر افغان سوله خبرې کوي.
دغه یوه ورځنۍ غونډه په مکه مکرمه کې جوړېږي او په هغه کې به د دواړو هېوادونو دیني علما د روانې جګړې پر پای ته رسېدو او سولې پر راتګ خبرې کوي.
په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو د حج او اوقافو وزیران او دغه راز د اسلامي همکاریو د نړیوال سازمان ځینې غړي هم ګډون کوي.
دا غونډه داسې مهال ده چې تر دې وړاندې هم ګڼو اسلامي هېوادونو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وه او د درېدو غوښتنه یې کړې ده.