ټي‌ټي‌پي: زموږ هدف اسلامي نظام راوستل دي د پاکستان حکومت سره خبرو ته څه نه لرو

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د پاکستاني طالبانو تحریک ویاند محمد خراساني وایي چې د دوی او پاکستاني حکومت تر منځ د مذاکراتو په تړاو خپاره شوي خبرونه حقیقت نه لري.

هغه زیاته کړې ده چې د دوی هدف په پاکستان کې اسلامي نظام دی او څو پورې چې یې یاد هدف نه وي تر لاسه کړی د پاکستاني ادارو پر ضد به خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکړي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې دوی له پاکستاني دولت سره د خبرو لپاره څه نه لري.

هغه دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې ګوندې د ټي‌ټي‌پي او پاکستاني حکومت ترمنځ د روغې جوړې پټو خبرو کې مهم پرمختګونه شوي دي.

له یادو خبرو څخه باخبره سرچینو رسنیو ته ویلي چې د پاکستان حکومت د مهمو طالب مشرانو په ګډون د هغوی د ۱۰۲ تنه زندانیانو پر خوشې کېدو رضا شوی دی او ډېر ژر به دغه زندانیان را خوشې کړي.

د دي نیوز په نامه د یوې ورځپاڼې خبریال ویلي چې ده د دغو مذاکراتو له ګډونوالو سره خبرې کړې دي او هغوی منلې ده چې د پاکستان د امنیتي ادارو د غړو او پاکستاني طالبانو ترمنځ پیل شویو خبرو کې پرمختګونه شوي دي.

هغه ویلي چې دا خبرې ځکه پټې ساتل شوې دي چې هسې نه څوک یې د ګډوډولو هڅه وکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي