ویلسن: پر بنسټیزو پروژو برید د افغانستان پر راتلونکې برید دی

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

په کابل کې د امریکایي سفارت شارژدافیر راس ویلسن وایي، چې پر بنسټیزو پروژو بریدونه د افغانستان پر راتلونکې برید دی.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې حکومتونه، روغتونونه او ښوونځي د فعالیت لپاره برېښنا ته اړتیا لري چې په هیڅ صورت باید تخریب نه شي.

نوموړي ویلي، برېښنا ته لاسرسی د افغانستان د شلو کلونو یو له ډېرو استثنایي لاسته راوړنو څخه دی او په هیڅ صورت باید چاته د برېښنایي پروژو د تخریب اجازه ورنه کړل شي.

هغه ویلي چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې افغانانو یوازې ۶ سلنې برېښنا ته لاسرسی لرلو خو اوس دېرش سلنه وګړي برېښنا ته لاسرسی لري.

نوموړي ټینګار کړی دی چې امریکا به د ژوند ښه والي په برخه کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي او دوی هڅه کوي چې ډېر ژر میلیونونه افغانانو ته برښنا برابره کړي.

د یادونې ده چې نن ولسمشر غني هم وویل، چې په برښنا شرکت کې ژورو کادري اصلاحتو ته اړتیا ده.

د ولسمشر په خبره چې پروژې باید ګړندۍ شي، د شرکت اړوند ټولې چارې ډیجیټالي شي او خلکو ته پر وخت برښنا ورسول شي.

ولسمشر داسې مهال د برښنا شرکت له مسوولینو سره ګوري، چې په تېره یوه میاشت کې د کابل شمالي سیمه کې د برښنا نږدې ۱۳ پایې د نامعلومو کسانو لخوا په بمونو الوځول شوې او چپه شوې دي.

دې چارې د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي