اپریل 19, 2021

د اصغر افغان نوی ريکارډ او د افغانستان د شل اووريز کريکټ سفر

که نن افغان کريکټ ملي لوبډله د زيمبابوې څخه لوبه وګټي نو لوبډلمشراصغر افغان به د هندي پخواني لوبډلمشر ريکارډ مات کړي.

د افغانستان او زيمبابوې کريکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اووريزو لوبلړۍ په لړ کې دوې لوبې افغانستان ګټلي او وروستۍ يې نن ترسره کېږي.

د نړيوال شل اووريز کريکټ لومړنۍ لوبه د ۲۰۰۵ز په فيبروري مياشت کې د اسټراليا او نيوزلينډ هيوادونو ترمنځ ترسره سوه ،خو افغانستان بيا خپله لومړنۍ نړيواله شل اووريزه لوبه په ۲۰۱۰ز کې ترسره کړه.

افغان کريکټ لوبډله په شل اووريز کريکټ د تر ټولو ستر هدف ۲۷۸ منډو ريکارډ له ځانه سره لري ،همدارنګه د نورو ريکارډونو ترڅنګ نن اصغر افغان د شل اووريزو لوبو د ګټلو ريکارډ جوړوي.

افغان کريکټ لوبډلې تر اوسه ۸۳ شل اووريزې لوبې کړي ،۵۷ يې ګټلي دي،۲۵ يې بايللي دي ،يوه يې مساوي کړېده او د بريا فيصدي يې ۶۹.۲۷ ده.

د ۵۷ لوبو د برياوو له ډلې ۴۱ د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ کې ګټل سوي او ۱۶ لوبې د نورو لوبډلمشرانو په واسطه ګټل سويدي.

د هندوستان کريکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر مهندرا سينګ ډهوني په خپل دور کې ۴۱ نړيوالې شل اووريزې لوبې ګټلي وې، اصغر افغان ددې ريکارډ سره پرون زيمبابوې ته په ماتې ورکولو سره ځان برابر کړ ،که نن هم افغان لوبډله زيمبابوې ته ماته ورکړي نو اصغر افغان به په نړيواله کچه د شل اووريزو لوبو د ګټوونکو لوبډلمشرانو په ډله کې لومړی مقام ونيسي.

ډهوني ۴۱،اصغر ۴۱، انګلستاني مورګن ۳۳، سرفراز احمد ۲۹ او ډرن سمې په خپلې لوبډلمشرۍ کې ۲۷ نړيوالې شل اووريزې لوبې ګټلي دي.

۳۳ کلن اصغر افغان په ۷۱ نړيوالو شل اووريزو لوبو کې ۱۳۱۷منډي کړي ،تر ټولو ډېري منډي يې په يوه لوبه کې ۶۲ دي او څلور نیمه سليزي يې وهلي دي.

افغان کريکټ لوبډلې تر ټولې ډېرې شل اووريزې لوبې د ايرلينډ څخه ګټلي،چې په ۱۸ لوبو کې يې ۱۴ ګټلي او ۳ يې ورته بايللي ،همدارنګه يې يوه بې نتيجې پاته رسېدلې ده،ورپسې يې ترټولو ډېري لوبې د زيمبابوې څخه ګټلي چې د ۱۱ لوبو څخه يې ۱۰ ګټلي او يوه يې بايللې ده.