ولسمشر غني له پاکستان څخه خپل سفیر او دیپلوماتان وایستل 

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

وروسته له هغه چې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر لور اختطاف او څو ساعته وروسته راخوشې شوه، افغان حکومت له اسلام اباد څخه خپل دیپلوماتان را وویستل.

د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه پال نن وویل چې ولسمشر غني دا پرېکړه کړې ده.

د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر دا خبره په خپل ټویټر کې خپره کړې ده: «جمهور رئیس بهرنیو چارو وزیر ته هدایت ورکړ چې تر څو د پاکستان حکومت د افغانستان د سفیر د لور برمته‌کوونکو ته جزا نه وي وکړې او په هغه هیواد کې د افغان سفیر او دیپلوماتانو امنیت خونديتوب نه وي تضمین شوی، په اسلام آباد کې افغان سفیر او دیپلوماتان دې کابل ته را وغوښتل شي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې لیکلي دي‌ چې افغان سفیر او دیپلوماتان یې له اسلام اباد څخه رابللي ‌دي.

اعلامیه وایي چې «په پاکستان کې د افغانستان د سفیر د لور له اختطاف وروسته، د افغان دولت مشرتابه له اسلام اباد څخه خپل سفیر او ارشد دیپلوماتان کابل ته راوغوښتل» او دوی به تر هغه وخت پورې په کابل کې وي تر څو چې هلته ټول «امنیتي ‌تهدیدات لېري شوي نه وي او اختطاف» کوونکي نیول شوي نه وي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي‌ دي چې ډېر ژر به یو پلاوی د همدې او نورو اړوندو مسائلو په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته ولاړ شي‌ او د هغوی د موندنو په اساس به وروستي اقدامات کیږي.

د یادونې ده چې عمران خان د سلسله علي خېل د ربړونې او تښتونې د عاملینو د نیولو امر کړی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ددغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی څو ددغه پېښې عاملین ونیسي.

پاکستاني رسنۍ بیا وایي چې د کورنیو چارو وزیر هم د یادې پېښې د عاملینو د نیولو ژمنه کړې ده.

سلسله علي خېل په پاکستان کې د افغان سفیر لور ده، چې تېره ورځ تر تښتونې وروسته شکنجه شوې او بېرته خوشې کړل شوې ده.

دې مسئلې په افغانستان کې سخت غبرګونونه پارولې دي او ټولو سیاسي څېرو په پاکستان کې د افغانې نجلۍ پر وړاندې دغه کړنه غیر انساني بللې او د عاملینو د نیولو غوښتنه یې کړه.

ځینې نړیوالو سیاسي او د بشري حقونو په برخه کې فعالو څېرو دا پېښه له شرمه ډکه بللې ده او پاکستان یې د بشري حقونو په نقض تورن کړی دی.

د ویلو ده چې په پاکستان کې د افغان سفیر لور سلسله علي‌خیل د سرطان میاشتې په ۲۵مه کور ته د ستنېدو پر مهال د نامعلومو کسانو له لوري وتښتول شوه.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي