ولسمشر غني طالبانو ته: بهرنیان وځي اوس څوک وژنئ او څه له منځه وړئ

سپینه تجريدي ډیزاین

ولسمشر غني په هېواد کې د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې د ورځې ګڼ شمېر افغانان د طالبانو له لوري د ښخو شویو ماینونو د چاودنو په پایله کې خپل ژوند بایلي.

نوموړي د اوبو او برېښنا اوونۍ پروګرام ته د خبرو پر مهال وویل چې کلونه مخکې نړیوال حرکت رامنځته شو چې د ماینونو له فرش کولو مخنیوی وشي؛ افغانستان دا هوکړه په ویاړ سره لاسلیک کړه، خو اوس هم په افغانستان کې وحشت روان دی او مثال یې ارغنداب ولسوالۍ ده، داسې ورځ نه شته چې هېوادوال د ماینونو له کبله قرباني نه ورکوي.

نوموړي دغه راز د طالبانو له لوري د ټولګټو پروژو ورانولو ته په اشارې وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د دغې ډلې ټولې پلمې ختمې شوې دي.

هغه یادې ډلې ته په خطاب کې وویل: (طالبانو پیغام مو څه دی، څوک وژنئ، څه له منځه وړئ، سبا به یې څنګه جوړوئ).

په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم پر طالبانو غږ وکړ چې د افغانستان له ورانولو دې لاس واخلي او په مثبت رقابت سره دې د هېواد د ابادولو لپاره هلې ځلې وکړي.

هممهاله له لندن څخه د شاهي خدماتو انسټټیوټ (RUSI) په نامه خپرونې ویلي چې طالبان غواړي د خبرو اترو له لارې واک ته ورسېږي.

یادې خپرونې د افغانستان په اړه اوږده مقاله خپره کړې ده.

مقاله کې دې ته په اشارې چې ایا د طالبانو نظر بدلون کړی دی او کنه لیکل شوي، په کافي اندازه دلایل شته چې ښیي طالبانو تغیر کړی دی او ډېر داسې دلایل هم شته چې ښایي دغې ډلې هیڅ بدلون نه دی کړی.

مقاله وړاندې لیکي، تغیر یې دا دی چې د طالبانو په رژیم کې به ملا عمر په یوازې ځان پرېکړې کولې خو اوس طالبان مشرتابه شورا لري او په هغې کې د مسائلو په اړه پرېکړه کېږي.

مقاله کې دغه راز ویل شوي، طالبان غواړي چې د خبرو له لارې واک ته ورسېږي خو دوی د افغانانو لپاره هیڅ ډول ازادي نه غواړي، چې دې مسئلې ته په کتو بیا طالبانو هیڅ راز تغیر نه دی کړی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي