ولسمشر غني: د بهرنیو ځواکونو وتلو ته مو خپله زمینه برابره کړه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ولسمشر غني وایي، چې افغان حکومت تل د سولې غوښتنه کړې ده او د تل په څېر به په دې برخه کې خپلو هڅو او قربانیو ته دوام ورکړي.

نوموړي چې نن یې په ارګ کې د سل ورځې او سل زېري په نوم یو پروګرام ته خبرې کولې یو ځل بیا وویل چې د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمې ختمې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي او له دې وروسته هیڅ داسې پلمه نه شته چې پر بنسټ یې طالبان د افغانانو پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي.

ولسمشر غني ټینګار وکړ چې له دې وروسته د ملي مسائلو په اړه پرېکړه د حکومت او افغانانو کار دی.

هغه یو ځل بیا پر طالبانو توندې نیوکې وکړې او ویې ویل چې که چېرته افغانان وي نو باید د افغانانو د سولې غوښتنې ته لبیک ووایي او که نه نو هغوی چې د پردو په امر د افغانستان بربادي غواړي ټول ولس به یې پر وړاندې ودرېږي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت بوږنوونکی او د اندېښنې وړ بللی دی.

ددغه شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ټولې ترهګریزې پېښې چې ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې په کلکو ټکو غندل شوې او هغه یې غیر انساني عمل بللی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سیمې او نړۍ پر هېوادونو غږ کړی چې له نړیوالو هوکړو او معاهدو سره سم دې په افغانستان کې د سولې په برخه کې همکاري وکړي او هڅه دې وکړي چې په دغه هېواد کې روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدا راز ویلي چې د ملکي وګړو وژل او په نښه کول نه بښل کېدونکی جنایت دی او عاملین یې باید سخته سزا وویني.

سرچینه زیاتوي چې په افغانستان او نړۍ کې د ترهګرۍ هر ډول د ټولې نړۍ امنیت ته خطر دی او نړیوالو ته په کار ده چې د ګواښونو په ختمولو کې خپلې هڅې ډېرې کړي.

بلخوا امریکا وایي سیمه او نړۍ اجازه نه ورکوي چې طالبان د زور له لارې ځان واک ته ورسوي.

په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې زلمي خلیلزاد او په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر له افغان چارواکو سره د سولې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

په اعلامیه کې راځي چې زلمي خلیلزاد له افغان حکومت د ملاتړ ډاډ ورکړی دی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي.

سرچینه د خلیلزاد له خولې لیکي، چې نړیوال او سیمه ییز هېوادونه په هېڅ صورت طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې د جګړو له لارې خپلو موخو ته ورسېږي، بلکې دوی باید مذاکرات وکړي او جګړې کمې کړي.

هغه ټینګار کړی چې افغان جګړه نظامي حل نه لري. خلیلزاد تېره ورځ له ولسمشر غني سره کتلي وو او ارګ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو، چې په لیدنه کې د سولې اړوندو مسایلو باندې خبرې شوې دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي