د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ولسمشر غني ته په لیږل شوي لیک کې د افغان سولې په تړاو د خلیلزاد له لوري د وړاندې شوې طرحې پخلی کړی دی.
بلېنکن ویلي دي چې واشنګټن له ملګرو ملتونو غواړي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او دغه راز د روسیې، چین، پاکستان، ایران او هند د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه یوه ناسته راوبولي او د افغان سولې لپاره پر یو جامع او واحده کړنلاره خبرې اترې وکړي.
بلېنکن دغه راز د ترکیې په کوربهتوب هم د جمهوریت او طالب پلاوي د یوې ناستې خبره کړې او ویلي یې دي چې په دې ناسته کې به دواړه لوري د سولې پر یوې نهایي نسخې توافق سره وکړي.
بلېنکن دغه راز زیاته کړې چې ده په همدې تړاو د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ته هم لیک استولی دی.
هغه خبرداری ورکړی دی چې د افغان رهبرانو بې اتفاقي به د نویمې لسیزې د تکرار باعث وګرځي نو په کار ده چې افغان رهبران سره راټول او په ګډو هڅو افغانستان تلپاتې سولې ته ورسوي.
په لیک کې دغه راز ولسمشر غني ته ویل شوي چې له عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او استاد سیاف سره په ګډه کار د جمهوریت د دریځ د پیاوړتیا باعث کېږي نو ښه به وي چې په ګډه کار وکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په سپينه ماڼۍ کې سرچینو دې هېل نشریې ته د وروستۍ طرحې په اړه ویلي چې دا د امریکا د حکومت رسمي دریځ نه دی او نه هم پر نورو خلکو خپله پرېکړه تحمیلولی شي.
سرچینه وایي دا د هغو وړاندیزونو په لړ کې څو وړاندیزه دي چې افغانانو ته مخکې شوي او هڅه کېږي د افغان جګړې د پای لپاره یې پر سر بحثونه وشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، دا افغانان دي چې د خپل هېواد د راتلونکې په اړه پرېکړه کوي.
ددغه وزارت د ویاند نېډ پرایس ویلي، په افغانستان کې وروستۍ جګړې د جدي اندېښنې وړ دي او افغانانو ته په کار ده چې ژر تر ژره د حل پر یوه اغېزناکه لار هوکړې ته سره ورسېږي.
د هغه په خبره امریکا هم په دې لټه کې ده چې وکړی شي افغان جګړه ختمه کړي او په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه راټيټه کړل شي.