لیکنه: تراویس براډبیري
ژباړه: غازي عابد
هوښيار، پوه او بریالي خلک هغه کارونه نه کوي چې ددوی او ټولنې لپاره خطرناکه او بې ګټې وي، داسې مهال په ښه لوري ګام پورته کوي یا خاموش وي. له دې امله که له تدبیره کار وانخیستل شي، ممکن بد عواقب ولري.
دلته ځیني هغه کارونه درسره شریکوو چې کامیاب او هوښیار خلک یې نه کوي.
۱- هغوی نه غواړي چې خوشحالي یې څوک محدود کړي.
که تاسې د خپلې خوشحالۍ او رضایت سرچینه د نورو سره په مقایسه او سیالۍ کې وینئ، نو هیڅکله به د خپلې اوږدمهالې خوښۍ څښتنان نه شئ. کله چې ډیر هوښیار خلک یو څه ترسره کوي او بیا یې له امله ښه احساس لري، نو د هیڅا نظریو، مقابلو او لاسوهنو ته اجازه نه ورکوي چې ترې بې برخې یې کړي.
کله کله نور خلک زموږ په اړه بیلابیل فکرونه کوي، سخته ده چې دداسې خلکو په مقابل کې خپل عکس العملونه کنټرول کړو، خو بیا هم باید بې ځایه سیالي ورسره ونه کړو، هر څومره تخریب مو چې کوي، اهمیت به نه ورکوو.
دا کومه خبره نه ده که خلک ستاسې په اړه هر ډول فکرونه لري، ځکه ستاسې ارزښت ستاسې له ځانه راپیدا کیږي او هغه په تاسې پورې تړلی. یعنې د خلکو نظریاتو کیسه کې مه اوسه، ځکه که ته څومره ښه او څومره هم بد شې بیا هم چې خبرې کیږي، بس درپسې کیږي به.
۲- هغوی هیروونکي نه دي.
هوښيار او بریالي خلک په بخښنه کې تکړه او چټک دي. خو دا په دې مانا نه ده چې هغوی هیرونکي دي. که چیرته کومه ستونزه رامنځته شي یا زیانمن شې ښه ده چې بخښنه وکړي، خو په دې مانا نه چې ګناه ګار یا هغه کار ته بخښنه وکړې او وغواړي او بل چانس هم ورکړې. بریالي او هوښيار خلک چې کله له نورو زیانمن شي هغوی زیانمونکو ته تیروتنې په ګوته کوي، څو یې په راتلونکې کې د نورو زیانونو مخه ونیسي.
۳- هغوی په جګړه کې نه مري.
بریالي خلک تل هڅه کوي څو پوه شي چې راتلونکې ورځې سره به څنګه ځان مقابلې او جګړې ته چمتو کوي. په ستونزو، ټکر، جګړه او بدو حالاتو کې اوسیدل مختلف زیانونه رسوي. هر کله چې څوک خپل احساسات کنټرول او مناسب ځواب ور ومومي. بیا پوهیږي چې په هوښيارتیا سره باید څه وکړي او کوم د کوم کار لپاره مناسب دی.
۴- هغوی بشپړوالی لومړیتوب نه بولي.
کامیاب او پوه خلک بشپړوالی یا کاملوال خپل اولیت نه بولي، ځکه هغوی پوهیږي چې دا امکان نه لري چې یو انسان دې بشپړ وي، خامخا نیمګړتیا شته.
۵- هغوی په تیر کې نه اوسي.
ناکامي په ځان باور ریژوي او دا اعتماد چې په راتلونکې کې به ښه پایله ترلاسه کړئ، زیانمنوي. ځیني وخت د ناکامۍ منل ډیر سخت وي. بریالي خلک پوهیږي چې هغوی په ځان کې ددې وړتیا لري چې د ناکامۍ په مقابل کې ودریږي او مخکې لاړ شي، خو که چیرته په تیر کې و اوسي، نو بیا ممکن همداسې پاتې شي او له ناکامۍ سره مخ شي. ځینې وخت باید ریسک ومنې، خو که په زړو مسلو او پخوانیو کیسو مصروف اوسې، بیا نو دا هر څه سخت وي.
۶- هغوی په مشکل کې نه پاتې کیږي.
چې په څه کې موږ ډیر تمرکز کوو، دا په دې دلالت کوي چې موږ په هغه حالت کې یوو. که چیرته له مشکل سره مخ شوې او همداسې غلی پاتې شوې، یعنې مقابله دې ونه کړه، منفي اړخونه قوي کیږي او ناکامیږې، خو کله چې دې عمل وکړ او په شرایطو د بریالیتوب لپاره دې مبارزه وکړه، نو مثبت اړخونه پياوړي کیږي او بیا کیدای شي چې پر ستونزو غالب شئ.
خو په ټوله کې بریالي خلک پوهیږي چې که د ستونزو پر حل لارو تمرکز وکړي، حلولی یې شي.
۷- هغوی په منفي خلکو پسې ځان نه تړي.
شکایت کوونکي تل ناکام وي. تل په حالاتو کې ایسار وي. هغوی یوازې په ارمان کې پاتې کیږي. نو بریالی خلک هم له هغوی سره چې یوازې منفي فکر او شکایت کوي، هیڅکله نه کیښني، بلکې تل مثبت فکر لري او د شکایت پرځای خپله انرژي کاروي. که تاسې سګرټ نه څښئ او یوه سګرټي سره کیښنئ، نو له لوګي یې خامخا تیښته کوئ، نو په همدې ډول له منفي خلکو هم تښته وکړئ.
۸- هغوی کینه او بغض نه ساتي.
منفي احساسات تل خلک په بدو حالاتو او بې ځایه ضد او کینه کې ساتي. څیړنو ښودلې چې کینه ساتل خپله یو فشار دی چې تل له شخص ملګری اوسي. نو په همدې اساس بریالي خلک کینه نه کوي، ځکه که کینه او قصد وساتي بیا بد احساس کوي، بلکې ددې پر ځای هغوی پرمختګ غواړي او بغض نه ځان ساتي.
۹- هغوی هر څه کې (هو او نه) نه وايي.
د کلفورنیا پوهنتون څیړنو ښودلې چې تر ټولو سخت او ستونزمن کار د (نه) ویل دي، ځکه دا مو تر فشار لاندې راولي، له کار مو غورځوي او ان ژور خفګان ته زمینه برابروي. د (نه) ویل په حقیقت کې د خلکو لپاره یو لوی چیلنج دی. همداراز (نه) کلیمه یو پیاوړی ویوکی دی، چې باید په کارولو کې یې له مهارت کار واخلې او په واک کې یې باید ولرې.
یعنې که چیرته د یو څه ژمنه کوئ، باید خپل وس ته ویې وګورئ، که چیرته ممکنه وه چې له یو چا سره ژمنه پوره کړئ، بیا ورسره (هو) وکړئ او له نه ځان وساتئ، خو که نه وي، نو بیا هڅه وکړئ چې پخوانۍ ژمنې مو لومړی عملي کړئ.