
د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو د نړیوال جام سیالیو په دویمه نېمه پای لوبه کې د کرکټ سیاسي حریفان یو بل سره مخامخ شول، چې پکې هندۍ لوبډلې پاکستان د نړیوال جام څخه شوټ کړ.
د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې پاکستان جنوبي افریقا او هندوستان بنګله دیش ته په ماتې ورکولو سره د دغه جام نیمه پای لوبه ته ورسیدل.
دواړه هېوادونه چې ځان یو د بل دښمن بولي، نو ګټه او تاوان هم ورته ډیر سخت وي او په وروستیو نږدې ۱۰ کلونو کې هندوستان د پاکستان څخه زیاتې سیالۍ ګټلې دي.
د نړیوال جام په دویمه نيمه پای لوبه کې هندوستان د پاکستان خلاف په سیالۍ کې د شب مین ګیل د سلیزې جوړولو سره د ۲۷۲ منډې جوړې کړې، چې پاکستانۍ لوبډله په ۶۹ منډو وسوځیدله او هندوستان ته یې د ۲۰۳ منډو په ستر توپیر ستره ماتې وخوړه.
د دې جام په لمړۍ نېمه پای لوبه کې افغانستان د اسټرالوۍ لوبډلې خلاف ماتې وخوړه او د اسټرالیا د ۱۹ کلنو د کرکټ لوبډله تر پای لوبې ورسیده.
د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ ۱۹ کلنو نړیوال جام پای لوبه کې به دواړه اسټرالیا او هندوستان د راتلونکې شنبې په ورځ په نیوزیلینډ کې د اتلولۍ خپلولو په موخه سره مخامخ شي.