هندوستان: سبا پاډماوتي خپریږي؛ لاریونونه شیبه په شیبه زور اخلي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د پاډماوتي فلم معتریضین، بیګاه د احمداباد لارو کوڅو ته راوتي، مرکزي مارکیټ کې يې ځینې دوکانونه، موټرې او موټرسایکلې سوځولي او سیمه کې ځینې لویې او کوچنې سینماګانې زیانمنې کړې هم دي.
ګجرات کې د پولیسو مشر د مظاهرچیانو د تیت و پرک کولو او په سیمه کې د وضعیت د کنټرول لپاره د پولیس شمیر زیات کړی.
د معلوماتو له مخې، د تیرې شپې په لاریونونو کې تر ۱۵۰ ډيرې موټرې او موټرسایکلې سوځيدلې دي.
سرچینې وايي، چې احمداباد کې درې مشهور بازارونه – اکروپولیز، احمداباد ون، او همالیا بازار د لاریون کوونکو تر برید لاندې راغلي. سیمه کې د سیني میکس او سټنډ الان په نوم په دوو مشهورو سینماګانو هم لاریون والو برید کړی.
هندوستان ټایمز لیکي، چې که څه هم سیمه کې د سینما مسؤلینو مظاهرهچیانو سره ژمنه وکړه، چې دوی به پاډوماوتي خپور نه کړي، خو بیا هم دوې په سینما یرغل وروړ او د سینما ځینې برخې يې زیانمنې کړې.

لاریون کوونکو احمداباد کې د همالیا په نوم بازار ته اور بل اچولی (HT)

عینې شاهدان وايي، چې د شپې تر ناوخته له سیمې د اور لمبې او لوګې پورته کیدل.
سیمه کې د پولیسو یو مشر د نوم نه خپرولو په شرط هندوستان ټایمز ته ویلي، چې د سیمې له بازارونو او له سینما يې خلک او کارکوونکي ویستلي او هیڅ چاته د سر زیان نه دی رسیدلی. د پولیسو مشر د حالت د قاب کولو ډاډ ورکړی او د څیړونو ژمنه يې کړې ده.
د کجرات مرستیال وزیر نیتن پټيل ویلي، چې له لاریون کونکو يې غوښتي، څو له زور زیاتي کار وانخلي. پټیل زیاتوي، “هغه چا چي قانون تر پښو لاندې کړی، سزا به يې وګوري. فلم به د سترې محکمې په امر خپریږي او هیڅوک يې مخه نشي نیولی. اما که د سینما مالکان په خپله خوښه فلم نه خپروي، د هغوې خپل کار دی.”
د هندوستان په بل ایالات هرینا کې بیا د کورګاو ولسوالۍ پولیسو په دغه سیمه کې له پرون راهیسې تر راروانې یکشنې (جنوري له ۲۳ مې تر ۲۸ مې) د ډله ډله خلکو په ګرځيدو بندیز اعلان کړی او سینما ته په ۲۰۰ مترۍ کې د لاریون کوونکو هیڅ ډله نژدې نه پریږدي. پولیسو لاریون کوونکو ته په خطاب کې ویلي، چې له ځان سره ډانګ او ډبلي ونه ګرځوي.
راجستان کې نور اضافي ځواکونه ځای په ځای شوي او اتراکنډ کې بیا له سینماګانو چرچاپیره د پولیسو امنتیي کمربندونه زیات شوې او ټینګ امنیت نیول شوی دی.
راجستان میشتې راجپوت کرنې سینا ډلې ګواښ کړی، چې که پاډماوتي فلم خپور شي، دوی به له تشدد او زور زیاتي ډک لاریونونو ته لا زور ورکړي.
تر اوسه پولیسو راجستان کې ددې ډلې ځینې مهم مشران او د لاریون پلانوونکي نیولي؛ خو لا هم وضعیت تر کنټرول لاندې نه دی.
د اعتراض کوونکو د ډلې (راجپوت کرني سینا) یوه ویاند ویلي، چې ددوې د ډلې اړوند ۱۹۰۰ ښځې تیارې دي، چې د فلم له خپریدو وروسته ځانونه قربان کړي.
پي ټي اې د مظاهرچیانو د یوې ډلې انځور خپور کړی

پاډماوتي د هندوستان په تاریخي کیسه جوړ شوی فلم دی، چې پکې ډیپیکا پاډوکون، رنویر سنګ او شاهد کپور مرکزي رول لري.
پاډوکون په دغه فلم کې د راجستان د پخوانۍ ملکې پاډماوتي رول لوبوي.
اعتراض کوونکي وايي، چې د فلم ډاریکټر سنجي لیلا بهانسولي، د فلم اصلي تاریخي کیسه تحریف کړې او ددوې ملکې ته پکې سپکاوی کړی.
ټاکل شوې وه، چې پاډماوتي د تیر ډیسمبر په لومړۍ نیټه خپور شوی و، خو د اعتراض کوونکو د پراخو لاریونونو له امله وځنډیده.
وروسته د هندوستان د فلمونو سانسوربورډ دا فلم له سره بیا وکوت، ځینې سرسرې تغیرات يې پکې راوړل او د فلم د خپریدو اجازه يې ورکړه.
په تغیراتو کې یو هم د پاډماوتي نوم بدلیدل و، چې په پاډماوت بدل شو.
اعتراض کوونکي وايي، چې دا تغیرات هیڅ دي، او د فلم په اصلي کیسه کې هیڅ بدلون نه دی رغلی.
ټاکل شوې، چې پاډماوت سبا د جنوري په ۲۵ مه خپور شي.