هغه ۱۵ لنډې خبرې چې حتماً مو ژوند بدلوي !

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لیکنه: سوجن پټیل
ژباړه: غازي عابد
دا هغه پنځلس عبارتونه یا جملې دي چې باید هره ورځ یې له ځانه سره ووایې تر څو ډیر بریالی شې، خپل اهداف ترلاسه کړې او ډیر څه ترسره کړی شې.
فطرتاً هر انسان غواړي ډیر څه وکړي، خو بدبختانه د وخت نه کنټرولول یې لږ څه ته هم نه پریږدي، دې نه کنټرول د انسانانو پر ژوند، کار او کړو وړو ستر تاثیر کړی دی.
له نیکمرغه به ووایو چې دا دومره ستر مشکل نه دی چې ترسره کول یې سخت وبولو. ټول هغه څه چې غواړئ ترسره یې کړئ، یا مو ترسره کړي او تحریکوي مو له ځانه سر یې ووایئ.
دا خو راسره ومنئ چې موږ اکثریت له ځانه سره او د ځان په اړه منفي فکرونه کوو، ټوله ورځ مو په سر کې همدا منفي افکار منډې رامنډې وهي. لکه موږ ځانته وایو چې سخت ستړی یم، څومره ګډوډ یم، څه چې ترسره کوم څومره کرکه ترې لم او داسې نور… خو که ددې پر ځای ځانته ډاډ ورکوونکې خبرې وکړو، څه به پیښ شي، هیڅ هم نه، نو راځئ دلته زه درته ۱۵ هغه عبارتونه یا لنډې جملې درښییم چې که یې عملي کړئ، خپل اهداف به پرې اسانه ترلاسه کړي شئ:
۱- (زه به په دغه کار کې بریالی یم)
که چیرته ځانته ووایې چې زه به په خپل معلوم او ممکن کار کې بریالی یم یا شم، نو دغه ډول خبرې به دې پر ځان ټول شکونه مات کړي او او د قوي هوډ لپاره به دې ملا لا در قوي کړي.
۲- (زه په تیر کار کې بریالی شوی یم)
دغه ډول سره د تیرو بریاوو تکرارول پر ځان د باور زیاتولو کې زښته زیاته مرسته کوي. دا خبرې مو په ځان کې د نا څاپاپي بدلون احساس پيدا کوي او دې ته مو هڅوي چې اوس باید نورې کامیابیانې هم ترلاسه کړئ.
۳- (زه په خپله ویره کامیابیږم)
په خپله ویره یا ډار اعتراف او اقرار کول چې ختمولی یې شم، او بیا لاس په کاریدل هم په ځان د باوري کیدو او قوت باعث ګرځي. په یاد لرئ چې که اجازه مو ورکړه ویره یا ډار یوازې قوت لري، بیا مو ژوبلوي.
۴- (هغه دومره بد نه وو، څومره چې ما فکر کاوه)
زیات وختونه له ځینو شیانو موږ ویریږو، خو کله چې واقع یا ترسره شي دومره بد او سخت نه وي، نو دغه پورته خبره تکرارول موږ پياوړي کوي تر څو په راتلونکې له څه شي ویره ونه کړو.
۵- (ما هغه څه وکړل، چې هیڅ چا به هم نه وای کړی)
که غټ وي یا کوچنی، خو څه چې مو کړي یوازې تاسې کړي، کیدای شي بل څوک هغسې وهم نه شي کړی، په دغه ډول خبرو سره خپل ځان په ملا ټپول به مو نور هم له انرژۍ ډک کړي او دا وړتیا به درپيدا کړي چې لا ښه عادتونه خپل کړئ.
۶- (دا زما تیروتنه ده)
د هغه څه مسوولیت اخیستل چې مو ترسره کړي دي، موږ مجبوروي چې بخښنه وغواړو او د ښه والي یا بیا جوړولو کوښښ یې وکړو. خو یاد لرئ؛ هغه تیروتنه چې تاسې نه وي کړي، په ځان یې مه را راړوئ.
۷- ( ما یې پيل وکړ)
د هر څه پيل سخت وي او کله چې موږ پيل کوو او بیا پرې ویاړو دا مو لا هڅوي. نو هر وخت چې لومړی قدم اخلئ، ځانته مبارکي ورکړئ، ځکه د لومړي قدم نه پرته نور ټول ګامونه اسان وي.
۸- ( زه فوق العاده یا نامتو یم)
هیڅوک هم د ځان په اړه داسې فکر نه کوي، خو په واقعیت کې هر انسان یو عجیب، فوق العاده او نامتو شخص دی او هڅو سره لا ډیر کیدای هم شي. موږ او تاسې ټول د غوره والي ځانګړې لارې او عادتونه لرو، ځکه هر وخت ځانته ارزښت ورکړه او ووایه چې جوهر راکې شته باید ویې سپړم.
۹- (دا چې نور څه فکر کوي، کیسه کې یې نه یم)
دا یو واقعیت دی، اکثره چې ستاسې په اړه څه فکر کوي، یوازې ادعا ده او له واقعیت لرې وي. پس په یاد لره چې ستا په اړه د نورو خلکو نظر هیڅ کومه خبره نه ده. تل ځانته او د ځان په اړه رښتینی اوسه.
۱۰- (څرنګه چې زه یم، هغوی نه دی)
که چیرته ته په نورو د پورته والي فکر کوې، په حقیقت کې دا یوه غلطه لويي او فکر دی، یعنې تاته غلط مفهوم در کوي. یعنې که له کبره وایې چې زه داسې یم، دا بربادي ده، بلکې د ځان هڅولو لپاره ووایه چې دا وړتیاوې لرم.
۱۱- (زه دا کولی شم)
مخکې له دې چې قدم پورته کوئ او د یوې ستونزې د حل لپاره لاس په کار کیږئ، ځان سره ووایه چې دا کار کولی شم، ځکه کله چې په ځان باور او عقیده ولرې، بیا یې په ښه او سم ډول ترسره کولی هم شې.
۱۲- (دا وخت زما ددې کار دی)
زیات خلک د خپلو ځانونو لپاره پوره وخت نه ورکوي. غوره ده چې د هر کار لپاره وخت وټاکئ، لکه ځان سره وخت وټاکه چې دغه وخت کې به خپل اهدافو ته د رسیدو هڅه کوم، دغه وخت کې به ورزش کوم، دغه وخت کې به خوب…
۱۳- (زه بشپړ نه یم، چې دا یوه رښتیا خبره ده)
مخکې له دې چې موږ کوم کار شروع کوو او دا نه منو چې چې نیمګړي نه یوو، ښايي له غلطې پایلې سره زیانونه ووینو او بریا ته مو پرینږدي. نو هر وخت ځان سره ووایئ چې انسان نیمګړی دی، زه هم یم او دا یو واقعیت دی. کار کوم، که بریالی نه شوم پروا نه کوي.
۱۴- (که هغه کار زه ونه کړم، نو څوک به یې وکړي؟؟؟)
تل د خپل مشخص کار او دندې سره اوسیدل او ورته ژمن پاتې کیدل مو په کار او ژوند کې بریالیتوب او نوموتی کوي او دا یو غوره کار هم دی. که چیرته خلک دا فکر هم ونه کړي چې ستاسې کار څه دی او تاسې یو کار کولی شئ دا به یو بیل ښه احساس درکړي.
۱۵- (زه اوس ډیر او چټک مخته روان یم)
موږ ټول غواړو پرمختګ وکړو او ډیر څه وکړو. په هر حال ځینې وخت باید له ځانه سره یاد کړو چې موږ ډیر ښه او په سمه لار یوو. دغه ډول ذهنیت د خپل ځان په اړه لرل چې زه ښه روان یم او لا باید ځان ډیر ښه والي ته کار وکړم، موږ ته دا احساس راکوي چې لا ډیر کار وکړو او مخته لاړ شو.
یادونه: له ځانه سره داسې خبرې کول کیدای شي تاسې ته ډیرې عجیبې ښکاره شي، خو دا لوی تاثیر لري. ځکه د بریا لپاره یوازې مثبت غږ په کار دی کله مو چې دا غږ په ځان کې ژوندی کړ، نو بیا ښه پر مخ تللی شئ.