د بایډن اداره په افغانستان کې د پاتې امریکایي وګړو په اړه دروغ وايي.
نیویارک پوسټ نشریې په یوه مطلب کې لیکلي چې د بایډن اداره تر دې دمه په افغانستان کې د پاتې امریکايي وګړو په اړه معلومات نه لري او په دې تړاو رسنیو او امریکايي ولس ته دروغ وایي.
سرچینه دغه راز وړاندې لیکي چې ښایي زرګونه داسې وګړي لا هم په افغانستان کې پاتې وي چې د امریکا دایمي تابعیت لري.
په راپور کې د ځينو رسنیو په حواله خبر ورکړل شوی چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره امریکایي وګړي تر دې دمه پاتې دي او باید د ژغورلو لپاره یې هڅه وشي.
تر دې وړاندې بیا امریکایي رسنیو ویلي وو چې د ۲۰۰ په شاوخوا کې امریکايي وګړي لا هم په افغانستان کې پاتې دي.
په ورته وخت کې د امریکا په یوه کمپ کې شته کډوالو رسنیو ته ویلي چې د ژمي موسم راغلی دی، دوی ته واکسین ورکړل شوي، د کرونا ټیسټونه یې منفي دي خو بیا هم له میاشتو راهیسې په امریکايي اډو کې پراته دي.
دغه کډوال وایي چې د ژمي موسم راغلی دی، په نظامي اډو کې د ژوند امکانات کم دي او ددې احتمال شته دی چې له سختو ستونزو سره مخ شي.
کډوال وايي چې شاوخوا ۴۵ زره کسان په دې نظامي اډه کې پراته دي او له دې ډلې ۴۰ سلنه یې ماشومان دي.
ددې تر څنګ په ابوظبي کې هم په یوه نظامي اډه کې پراته کډوال وایي چې له شاوخوا ۳ میاشتو راهیسې په دې نظامي اډه کې حضور لري او له سختو ستونزو سره مخ دي.
دوی له امریکايي حکومت غوښتي چې ژر تر ژره یې برخلیک روښانه کړي.