د نړیوال سره صلیب کمېټه وايي، چې په افغانستان کې وروستیو جګړو او تاوتریخوالي بشري ناورین رامنځ ته کړی دی.
ددغه نړیوال بنسټ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په ډېری ښارونو کې جګړو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده، روغتیایي خدمات یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي، خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او ددوی روغتیايي کارکوونکي هره میاشت د لسګونه زره ټپیانو درملنه کوي.
نړیوال سور صلیب وايي، چې د روانې میاشتې په لسو ورځو کې یې تر دې دمه د جګړې ۴۰۴۲ ټپیان په خپلو پنځلسو مرکزونو کې تداوي کړي دي.
سرچینه کاږي چې تېره میاشت یې په بېلو ښارونو کې د جګړې د ۱۳ زره ټپیانو درملنه کړې ده.
نړیوال سور صلیب وايي چې دلته د روانې جګړې ټول زیانونه ملکي وګړو ته اوړي؛ نو ځکه ښکېلو لورو ته په کار ده چې ژر تر ژره خپلې جګړې پای ته ورسوي او تاوتریخوالی کم کړي.
دغه نړیوال بنسټ خبرداری ورکوي چې که وضعیت همداسې روان وي نو په افغانستان کې به بشري ناورین لا پسې وغځېږي او ددغه هېواد عامه تاسیسات، د خلکو کورونه، ښارونه او طبیعي منابع به له منځه لاړې شي.
د یادونې ده، چې تېره ورڅ په هېواد کې د جګړو له پراختیا سره سم له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ځانګړې توګه د ماشومانو پر وړاندې روان تاوتریخوالی ټکان ورکوونکی بللی دی.
یاد صندوق زیاته کړې چې یوازې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې په افغانستان کې د روانې خونړۍ جګړې له امله ۲۰ ماشومان وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپيان شوي دي.
د دغې ادارې په خبره، دا ماشومان په کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو کې وژل شوي دي.
دغې ادارې د جګړې له ښکېلو لوریو د ملکيانو ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند ته د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.