نړیوال بانک، زده کړو ته د ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو د لاسرسي لپاره له افغانستان سره د ۲۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی.
دغه بنسټ نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا بلاعوضه مرسته به د زده کړو د معیار لوړولو او دغه راز زده کړو ته د ماشومانو ځانګړې توګه د نجونو د ښه لاسرسي لپاره په بېلو تعلیمي برخو کې ولګول شي.
د اعلامیې له مخې، دا پیسې چې د نړیوال بانک له لوري ورکول کېږي د اقرأ پروژې له لارې به د سل بابه ښوونځیو جوړولو سره هم همکاري وکړي.
د یاد بنسټ د افغانستان څانګې رییس هینري کرالي ویلي، سره له دې چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې زده کړو ته د ماشومانو لاسرسی ډېر شوی دی خو لا هم په دغه هېواد کې ۳.۵ میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي.
د هغه په خبره، دوی به له افغان دولت سره د پوهنې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي څو وکولی شي ماشومانو ته د زده کړو غوره فضا رامنځته کړي.