نوې کابینې ته د حامد کرزي غبرګون: د دولتي ادارو د چلښت لپاره د سرپرست حکومت اعلان ضرور وو

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو له خوا د نوې کابینې اعلان ته په غبرګون کې ویلي چې، د خدماتو د ارائیې او دولتي ادارو د چلښت لپاره د سرپرست حکومت اعلان ضرور وو.

کرزي زیاته کړې، چې افغانستان بډایه ټولنیز جوړښت لري – د ښځو په ګډون د هیواد هر وګړی په حکومت او واکمنۍ کې د ګډون او ولس ته د خدمت حق لري.

د هغه په خبره پدې اړه لازمه ده هغه نیمګړتیاوې چې په اعلان شوې سرپرسته کابینې کې تر سترګو کیږي ژر تر ژره رفع شي، څو د هیواد ټول وګړي په حکومت کې خپل ځان وویني او یو ځای په پوره ملی يووالي او اتفاق د یو آباد، هوسا، او پرمخ تللي افغانستان لپاره کار وکړي.

حامد کرزی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې نن طالبانو د حامد کرزي په نوم هوایي ډګر بېرته د کابل هوايي ډګر په نوم ونوموه.

له تېرو څو کلونو راهېسې د کابل نړیوال هوايي ډګر د حامد کرزي د نړیوال هوايي په نوم یادیده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي