څنګه په ۲۰۱۸م کال مو ژوند ژواک ښې خوا ته بدلولی شو؟

رنګین تجريدي ډیزاین

لیکنه: ډاویډ میتنیک
ژباړه: غازي عابد
د کال پيل کې که هر څه نوي او ښه شروع کړو او همداسې مخته لاړ شو، نو وخت به رانه نه وي تیر. دا کارونه هم باید وکړئ، ځکه ضروري دي:
۱- په هغه څه ډیر تمرکز وکړئ چې ستاسې لپاره غوره وي. که چیرته په هغه څه چې تاسې یې غوره بولئ، ډیر کار وکړئ، خامخا به ښه پایله ترلاسه کړئ او هیڅ پیښماني به ونه لرئ.
تر څنګ یې باید ډیر لیوال اوسئ او دا لیوالتیا مو همداسې پراخه کړئ، خو ترڅنګ مو وړتیاوې هم په کار واچوئ.
۲- هغه څه چې ستا لپاره بد او زیانمونکي وي، له منځه یې یوسه. خپلې ټولې خامیانې او نیمګړتیاوې مو وپيژنئ او د ترمیم لپاره یې کار وکړئ. لومړی مو کوچنۍ نیمګړتیاوې حل کړئ او همداسې پسې تر هغو بدو صفتونو او ځانګړونو هم ورسیږئ، چې په تاسې کې موجوده وي، څو یې حل کړی شئ. که چیرته په خپلو تشخیص شویو نیمګړتیاوو مو پرلپسې تر شپږ میاشتو کار وکړئ، نو د تر کال تر پایه به ممکن ترې خلاص شئ.
۳- نورو ته لومړیتوب ورکړئ. دا په دې مانا نه چې خپل اهداف او خوبونه مو هیر کړئ، بلکې په دې ډیر تمرکز وکړئ چې خلک څه ته اړتیا لري او څه درځنې غواړي. مور او پلار سره مو ډیر اوسئ، چې څه غواړي ورته ویې کړئ، په اوونیزو رخصتیو کې خیریه کارونه وکړئ، له هغو ملګرو سره ناسته پاسته وکړئ تجربې او نظریات سره شریک کړئ، له بیلابیلو خلکو سره مخ شئ سلام کلام او تعرف ورسره وکړئ…
زه خپله یوه احساساتي او رقابتي غوندې انسان یم، خو کله چې مې د نورو قدرداني کړی او ورته د نیږدې کیدو هڅه مې کړې، هماغومره مې ژوند ښایسته شوی. لامل دا دی چې انسان ټولنیز حیوان دی او باید ټولنیز اوسي، د نورو ستونزې حل کړي او له نورو سره په اړیکه کې اوسي، کنه نه شي بریالي کیدای.
۴- هغه غوره او خورا مهم عادتونه خپله کړئ چې هره ورځ یې اجرا کولی شئ. په دې عاتونو کې هیڅ بهانې مه لټوئ، لکه د وخت نه شتون او نورې بهانې ځانته جوړې او ترې تیر شئ. د داسې عادتونو لکه هره ورځ ورزش، صفايي، لوستل، لیکل، اوریدل، شکر ادا کول، د نویو فکرونو لټون، له ماشومانو سره لوبې کول، له والدینو سره ناسته پاسته او خبرې، په بشپړ ډول صادق اوسیدل، له خپلې میرمنې یا میرمن له خاوند سره مرسته کول، په مسلکي مهارتونو کار کول، د یوې ژبې یادول، د پيسو سپما کول یا ساتل او داسې نور…
۵- د ځان په اړه بې غمه اوسه. که غواړې پرمختګ وکړې، نو څو څو ځله به له ناکامۍ سره مخ کیږي. ځکه ناکامي له بریالیتوب سره تړلي دي. که ناکام شوې، پروا نه کوي، بیا هم له ځانه سره وایه چې یو ښه، تکړه او پياوړی انسان یم، یعنې باید تسلیم نه شې. تل له ځانه سره دا فکر مه کوه چې زه ولې میلونر نه یم او په همدې سره پیښمانه شې، له پيښمانۍ تیره شه کار وکړه او هغه ځای ته ځان نیږدې کړه، چې له امله ستا ارمانونونه پوره کیدای شي.
ممکن په زرګونو نور کارونه هم وي چې ترسره یې کړئ، خو دا پنځه مې د ډاویډ له شپږو خبرو را واخیستل. هیله ده ګټور وي.