
د ننګرهار چارواکي وایي، د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې یو نوی زېږدلی ماشوم تښتول شوی و چې بېرته پولیسو د تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر وایي، د دغه ولایت د خوږياڼو ولسوالۍ له روغتون څخه يو نوی زيږيدلی ماشوم چې يوې مېرمنې له لوري تښتولی شوی و، پولیسو له لوري د تښتونکې له منګولو خلاص او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
خبرپاڼه کاږې، د معلوماتو له مخې هغه مېرمن چې ماشوم يې تښتولی و اصلي د پچير اګام ولسوالۍ اوسيدونکې ده، چې اوسمهال د خيبر پښتونخوا په چارصدې سيمه کې ژوند کوي، له نوموړې څخه څېړنې روانې دي.
دغه مېرمن وایي، دولس کاله مې د واده کېږي خو ماشومان مې نه لرل، مجبوره شوم چې پردی ماشوم وتښتوم.
نوموړې زیاته کړې، خاوند او کورنۍ یې ترې ماشوم غوښته نو د مجبوریت له امله یې پردی ماشوم پټ کړی دی.
په ورته وخت کې د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان ویلي، ماشوم یې خپلې کورنۍ ته روغ رمټ سپارلی دی.
یاده پیښه داسې مهال رامنځته کېږي چې د هیواد په ډېری سیمو کې ښځې د کورنیو لخوا د ماشوم نه راوړلو په صورت کې ورته جرمونو ته مجبوره کېږي.