نرېندرا مودي: د افغانستان له اوسني وضعیت باید هېڅوک ناوړه ګته وانخلی

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
د هند لومړي وزير پرون شنبه نیویارک کې د م.م د عمومي ټولنې په ٧٦مې ناستې کې وویل، هېڅوک باید د افغانستان له وضعیت ګټه وانخلي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، مودي د م.م په عمومي غونډه کې ویلي دي چې باید ډاډمن شو، افغانستان یو ځل بیا د تروریستانو په ځاله نه بدلېږي.
نوموړي زیاته کړې چې هېڅ هېواد باید د افغانستان د اوسني حالت څخه د ځان په ګټه د الې په توکه کار وانخلي.
نرېندرا مودي دجو بایډن سره د تېرې ورځې په لیدنه کې هم، په افغانستان کې د پاکستان پر رول اندېښنه څرګنده کړې ده.
په م.م کې د مودي له وینا وروسته، د هند د بهرنیو چارو وزیر، د لومړي وزیر خبرې د خبریالانو پر وړاندې تکرار کړې او په ښکاره توګه په افغانستان کې د پاکستان پر کړنو د څار غوښتونکی شو او ټينګار یې وکړ چې”د تروریزم پر وړاندې د پاکستان رول باید وڅېړل شي.“
له څلوېښت ورځو راهيسې چې طالبانو واک ترلاسه کړی، د نوې ډهلي او اسلام اباد ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوي دي.
تر دې وړاندې د هند لومړي وزیر د ملي پخلاینې د عالي شورا رییس سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی و، هغه سوله چې د افغانان د منلو وړ وي، هند ته هم د منلو وړ ده.