نبي مصداق څوک و؟ د هغه زده کړې او ژورنالیزم او لیکوالۍ کې یې د پام وړ هلې ځلې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

پیاوړی لیکوال او او ژورنالیست، چې د بي بي سي راډیو د پښتو څانګې پخوانۍ مشر وو، د کرونا د وبا له امله یې ساه ورکړه او خپلې ابدي نړۍ ته وکوچید. د نوموړي مرګ د افغان ملت له پاره یوه غټه ضایع بلل کېږي. په ټولنیزو رسنیو کې د نوموړي پر مړینه ډېری سیستوالو او عام وګړو خواشیني ښودلي او د داسې یوه پوه لیکوال او ژورنالیست مړینه یې د هیواد له پاره یوه لویه ضایع ګڼلې. ولسمشر محمد اشرف غني هم د ښاغلي مصداق پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې ښاغلي مصداق کلونه د ژورنالیزم له لارې د مظلومو افغانانو غږ پورته کړ او د یوه لیکوال په توګه یې د اوسنۍ غمیزې د حقیقتونو په بیانولو سره ځوان نسل ته د یوې روښانه تاریخي لارې لارښونه وکړه او زیاته یې کړه چې ښاغلي مصداق د ولس او دولت تر منځ د یوه پیاوړي ارتباط د رامنځته کولو له پاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلي کړي او د ده مړینه د هیواد له پاره یوه لویه ضایع دی.
ډاکټر نبي مصداق په ۱۰۴۴ کال د پکتیا ولایت د ځاځیو په روقیان کې زیږیدلی او د ځاځیو یوې مشهورې کورنۍ پورې اړه لري. پلار یې حاجي کندل خان نومېده، چې د امیر امان الله خان په وخت کې د کابل ښار یو مشهور قراردادي وو؛ همدارنګه نیکه یې باقي خان نومېده، چې د امیر عبدالرحمان په وخت کې د ځاځیو مشهور ملک او پر دې پار یې له امیر عبدالرحمان خان څخه تنخوا اخیسته.
ډاکټر نبی مصداق ښوونځی د رحمان بابا په لیسه کې پای رسولی او بیا د لوړو زدکړو له پاره د بورسې له لارې انګلستان هیواد ته استول شوی وو، چې وروسته بیا افغان دولت پریکړه وکړه، چې هغه زده کړیالان یې چې بهر ته استولي بېرته افغانستان ته را وغواړي؛ چې ډاکټر نبي مصداق هم په دې زده کړیالانو کې شامل وه، ډاکټر مصداق په لندن کې پاتې کېږي او په دې توانیږي، چې د لندن په پوهنتون کې د بورسیې له لارې شامل شي. نوموړي وروسته د زده کړو له بشپړولو دوه کاله د لندن په ښوونځیو کې د ښوونکي دنده درلوده. وروسته له دوه کلونو څخه ډاکټر مصداق د لندن د ( ال، اس، ای) پوهنتون ته ورګرځي او د انترپولوژۍ په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي. نوموړی له دې پوهنتون څخه په لوړه درجه د لیسانس سند اخلي. او د ماسټرۍ زده کړې د بریټانیا په ساسکس Sussex University کې بشپړوي، چې وروسته بیا ښاغلي مصداق ته د بریټانیا د (Social science resesrch) د ادارې له لوري د دوکتورا درې کلنه بورسیه ورکول کېږي. کله چې پخواني شوروي پر افغانستان حمله وکړه، په دې وخت کې ښاغلي مصداق پریکړه وکړه، چې خپلې زده کړې د یو څه مودې له پاره و ځنډوي او له پردیو څخه د خپل هیواد د خلاصون پر پار یې رسنیو ته ور ودانګل تر څو د رسنیو له لارې د خپل هیواد له پاره مبارزه وکړي.
په هغه وخت کې پرته له یو څو رسنیو څخه چې هغه هم د کمونیزم تر اغېزې لاندې وې، نورې رسنۍ په افغانستان کې نه وې، چې بې طرفه حقایق وړاندې کړي. په ۱۹۸۲ ز کال د بي بي سي رسنۍ له ښاغلي مصداق څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې په دې سره د لومړي ځل له پاره د بي بي سي له لارې پښتو خپرونې پیل شوې او ډاکټر نبي مصداق د بي بي سي پښتو خپرونو د لومړي خبریال او بنسټ ایښودونکي په توګه خپله دنده پیل کړه، نوموړي شل کاله په دې راډیو کې دنده ترسره کړه. وروسته له شلو کلو څخه بېرته د خپلو زده کړو د دوام له پاره ور وګرځيد او د انترپولوژۍ په برخه کې یې خپله دوکتورا له Sussex پوهنتون څخه تر لاسه کړه.
ډاکټر مصداق په ۲۰۰۱ ز کال کې له خپلې کورنۍ سره له لندن څخه امریکا ته ولاړ او هلته د جورج امازون په پوهنتون کې د دیپلوماتیکې ژبپوهنې په تدریس بوخت شو او له دې سره یې د انلینګوا د ژبپوهنې په مرکز کې د پښتو ژبې تدریس هم کاوه. د دې تر څنګ ډاکټر مصداق یو ښه لیکوال هم وه، چې په بېلا بلو برخو کې یې کتابونه او مقالې لیکلي.
لومړنی اثر یې (Afghanistan political frailty and external interference) دی، چې په ۱۹۷۲ کې چاپ شوی.
انګلیسي پشتو قاموس یې بل اثر دی، چې د انګلیسي ۴۵ زره لغات په کې راټول شوي.
ناچاپ اثر یې د پښتو ټوکې په انګریزي ژبه دي.
د دې تر څنګ یې نور کتابونه او ګڼ شمېر مقالې هم چاپ شوي دي.
د نبي مصداق د فیسبوک پاڼې له مخې نوموړی ۳۲ کاله د امریکا او بریتانیا په شمول د څلورو هیوادونو په پوهنتونو کې استاد پاتې شوی. نوموړی په ۲۰۱۵ ز کال کې د ولسمشر مطبوعاتي سلاکار شو او تر اوسه یې همدا دنده درلوده.