ناټو له اوو کلونو راهیسې افغانستان کې د ترهګرۍ ضد هېڅ راز جګړه نه ده کړې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ناټو له ۲۰۱۴ز کال راهیسې د پاکستان پر نیابتي وسله والو هېڅ راز برید نه دی کړی.

د افغانستان لپاره د کاناډا پخواني سفیر په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا پر ناټو غږ کړی چې په خپله راتلونکې غونډه کې پر افغانستان او په دغه هېواد کې د پاکستان د روانې نیابتي جګړې په اړه بحثونه وکړي.

هغه پر ناټو نیوکه کړې چې له ۲۰۱۴ز کال راهیسې یې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو، پاکستاني نیابتي وسله والو او د پاکستان د نیابتي جګړې پر وړاندې هېڅ راز اقدام نه دی کړی او اوس ددې وخت دی چې خپل دريځ روښانه کړي.

نوموړي ویلي که ناټو په خپلو بحثونو کې د جګړو د ختمولو لپاره غږ اوچت نه کړي نو پر دغه بنسټ به شکونه او نیوکې ډېرې شي.

په ورته وخت کې پاکستاني او برېتانوي چارواکو پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د برېتانیا له لومړي وزیر بوریس جانسون سره تلیفوني اړیکه لرلې ده او دواړو لورو پر افغان سوله او اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړي دي او په دې برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

جانسون هم ویلي چې په سیمه کې د سولې تامین د ټولو ګډ مسوولیت دی او پاکستان ته په کار ده چې په دې برخه کې همکاري ډېره کړي.

جانسون دغه راز ویلي چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر روان دی نو ددې جدي اړتیا ده چې تاوتریخوالی کم شي او د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسول شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي