د ناټو د غړو هېوادونو ددفاع او بهرنیو چارو وزیران نن د افغانستان په اړه خبرې کوي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ رسنیو ته ویلي په دې غونډه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، د سولې پر هڅو، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د سرتېرو تر وتلو وروسته د افغان پوځ پر ملاتړ او په یوه بل هېواد کې د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت په اړه خبرې کېږي.
هغه ویلي په افغانستان کې به د ناټو ملکي ماموریت دوام کوي او هڅه کوي له دغه هېواد سره د ظرفیت جوړونې او پرمختګ په برخه کې همکارۍ ډېرې شي.
ټاکل شوې چې دغه غونډه کې نن د شاوخوا دېرشو هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیران ګډون وکړي او د افغانستان پر وضعیت به بحثونه ولري.
هممهاله د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ منلې ده چې په افغانستان کې اوسنی امنیتي وضعیت سخت او ننګوونکی دی، خو له دې هېواده یې د پوځیانو د ایستلو پرېکړه پر ځای بللې.
سټولټنبرګ بروکسل کې یوې خبري ناستې ته وویل، له افغانستانه د پوځیانو ایستل خطرونه لري، خو د پوځیانو پرېښودل هم د ستونزې حل نه دی.
نوموړي وویل، افغانستان کې د ناټو پوځیانو پاتې کېدل هلته د جګړې د دوام او د لا ډېرو قربانیو په معنا دي.
خو نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د پوځیانو له ایستلو وروسته به هم له افغانستان سره درېیو برخو کې مرستو ته دوام ورکوي.
سټولټنبرګ دې لړ کې د افغان امنیتي ځواکونو د ارزونې او وړتیاو ډېرولو، افغان پوځ سره د مالي مرستې او همدا راز له افغانستانه بهر د افغان پوځ د روزنې یادونه وکړه.
نوموړي وویل، دی د افغان امنیتي ځواکونو پر وړتیاو باور لري او دا ځواکونه کولی شي چې د خپل هېواد دفاع وکړي.