ناټو:د ټولې نړۍ سترګې هغو ته دي، چې په افغانستان واکمن دي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د ناټو عمومي منشي د افغانستان په اړه د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو تر ویډیویي کنفرانس وروسته یوې خبري ناستې ته ویلي، چې په یاده غونډه کې تر ډېره له افغانستان څخه د هغو افغانانو پر ایستلو بحث شوی دی چې غواړي ووځي.

سټولټنبرګ زیاته کړې چې د ټولې نړۍ سترګې هغو کسانو ته دي چې پر افغانستان واکمن دي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ټینګار کړی دی چې طالبان باید تاوتریخوالی سمدستي بند کړي او د ټولو افغانانو بنسټیزو حقونو ته پوره درناوی وکړي.

هغه دغه راز ویلي چې د اسلام اباد د منډو نتیجه باید په افغانستان کې د ټولو اړخونو په ګډون د یوه حکومت جوړېدل وي ځکه چې اسلام اباد له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او کولی شي ورباندې فشار راوړي.

سټولټنبرګ همدا راز څرګنده کړې، پاکستان باید دا هم یقیني کړي چې افغانستان له نړیوالو سره پر خپلو ژمنو عمل کوي څو دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل نه شي.

په ورته وخت کې د امریکا د برون پوهنتون د شمېرو له مخې، د ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسي کله چې امریکا په افغانستان کې خپله جګړه پیل کړه بیا تر اوسه پورې په دغه هېواد کې د ۷۱ زره ملکي وګړو په ګډون ۲۴۱ زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یاد پوهنتون د تازه معلوماتو له مخې، په دغه جګړه کې دغه راز د ناروغیو، خوړو، اوبو او د بنسټیزو تاسیساتو د کموالي او هغو کسانو شمېر لا نه دی معلوم چې د ناټو ځواکونو له خوا ټپيان شوي او یا وژل شوي دي.

په همدې حال کې د هېواد د روغتیایي مرکزونو د معلوماتو له مخې، په تېرو شپږو ورځو کې په افغانستان کې د جګړو له امله هیڅ کوم جسد او ټپي نه دی وروړل شوی.
په ورته وخت کې

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي