ملګري ملتونه وایي ټول هېوادونه په افغانستان کې د سفارتونو پرانیستلو ته هڅوي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو استازې او د یونما مشرې دیبورا لاینز د بهرنیو چارو له سیاسي مرستیال شیر عباس ستانکزي سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې به خپل فعالیتونه پراخوي.
د نوموړې په خبره دوی په همدې موخه په افغانستان کې خپل ټول دفترونه پرانیستي دي او ټول کارکوونکي یې خپلې دندې ترسره کوي.
لاینز همدا راز وایي دوی ددې غوښتونکي دي چې ټول هېوادونه بېرته خپل سفارتونه په افغانستان کې پرانیزي او په وینا یې اوس یې د ماموریت ستره برخه د سفارتونو د پرانیستلو لپاره د هېوادونو هڅول دي.
لاینز یو ځل بیا ژمنه کړې چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او ددې هیله لري چې وکړی شي د روان بحران په کنټرول کې اغېزناک تمام شي.
د یادونې ده چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې افغانستان د روان ناورین د بدو ورځو پیل ته نږدې کېږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام استازې مري الن مک ګروتي له قوله، دوی په دې هېواد کې د روان بشري ناورین بدو پایلو ته ډېر اندېښمن دي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، اوسمهال په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا درې برابره زیاته شوې او د ژمي په پیل سره به، خپل وروستي حد ته ورسېږي.
د دغه پروګرام د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۲۳ میلیونه انسانان بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د ستونزو د حل لپاره باید ۲،۶ میلیارده ډالره مرسته وشي.
د خوړو نړیوال پروګرام پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د بېوزلو افغانانو لاسنیوي ته راودانګي او دوی له یاده ونه باسي.