څنګه خپله اړیکه مینه‌ناکه او جذابه کړو؟

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

نن سبا اړیکې په یوې ډېرې مهمې او جدي مسئلې اوښتي. آن په پوهنتونونو کې د ارتباطاتو څانګې منځته راغلي لکه نړیوالې اړیکې چې ډېری کسان یې مینه وال دي او غواړي همدې برخه کې لوړې زده کړې وکړي. په ۲۱مه پېړۍ کې له لویو مهارتونو څخه یو یې د اړیکو مهارت دي، یاني که انسان ښې او روغې اړیکې ولري نو ژوند به یې خوښ او خوشاله وي، ځکه هرکله چې موږ پر مثبتو اړیکو کې ښکېلېږو نو پر ژوند مو مثبت اغېز کوي او د نېکمرغۍ لور ته مو کش کوي.

د اروایي روغتیا تعریف کې هم راغلي؛ انسان هغه وخت کولای شي سالم اوسي او د روغتیا ادعا وکړي، چې اړیکې یې روغې  او ښې اوسي، یوه انسان ته هغه مهال ناروغ ویلای شو چې اړیکې او دې ته ورته مهارتونه یې ستونزې پیدا کړي او کړکېچڼ شي. که انسان ته د ښو اړیکو نه لرلو له امله نورې ستونزې پیدا شوې نو هغه ته د عامې روغتیا د نړیوالې ټولنې د تعریف پر بنسټ د ناروغ یا نسبتا روغ انسان نوم ورکول کیږي.

اړیکې او روابط د دوه اړخیز درناوي زېږنده ده

د درناوي مسئله یوه اړینه موضوع چې د اړیکو په ښه‌والي کې ونډه لري او د نېکمرغه اړیکو یوه برخه جوړوي،که په اړیکو کې دوه اړخیز درناوی شتون ونه لري له زوال سره مخ کېږي ځکه یو لوری د بې ارزښتۍ احساس کوي او همدا احساس ورو ورو هغه بل لوری د اړیکو پرې کولو ته اړباسي.

مشهور ارواپوه ابراهام مازلو چې یو انسان پاله او بشرپاله شخص و، وایي؛ د انسانانو د ګڼو اړتیاوو ترمنځ چې لري یې، یو هم درناوی دی. دا یوه مهمه اړتیا ده او که پوره شي، انسان ته د هوساینې او اروایي سلامتۍ حس ورکوي.

انسانان درناوي ته پر هماغه کچه اړتیا لري لکه خوراک، څښاک او اکسیجن ته یې چې لري خو زموږ په ټولنه کې دې مسلې ته ډېر لږ پام کېږي او ډېری کسان خو لا باور نه پرې لري.

پخوا به بنسټیزې او نیمه بنسټیزې اړتیاوې سپړل کېدلې او تمرکز به پرې ډېر وو. پخوا به ویل کېدل چې که اکسېجن، خواړه، خوب او څښاک نه وای، انسان به ژوندی نه وو. خو نن سبا وایو هغو اړتیاوو ته چې پخوا فرعي او نیمه بنسټیزې اړتیاوې ویل کېدلې لکه مینه او درناوی که نه وي موږ نشو کولای خواړه وخورو، خوب وکړو او اکسیجن تنفس کړو؛ ځکه د اروایي ګډوډیو پر مهال چې ډېری یې د نه درناوي، بې ارزښته پاتې کېدلو یا لږ مینې له امله رامنځته کېږي، اشتها کمه یا له منځه ځي. خوب ګډوډ یا ورکیږي او په ساه اخیستو کې ستونزې رامنځته کېږي او که تاسو ښه او هوسا خوب ونه لرئ، سم خواړه او اوبه ونه خوړئ او ونه شئ کولای کافي ساه واخلئ نو په خپله د مرګ کندې ته ور وغورځئ.

دا چې درناوی په ژوند کې د خوب، اوبو او اکسېجن پر کچه ارزښت لري نو که دې اړتیا ته په ګډ او ټولنیز ژوند کې ارزښت ورکړل شي، کولای شي اړیکې مو خوږې او جذابې کړي، او په ژوند کې د خوند سرچینه شي.

اعتماد مینه رامنځ ته کوي

بل مسئله د دوو انسانانو ترمنځ اعتماد او باور دی ځکه هره اړیکه پر اعتماد ولاړه وې او اعتماد په ژوند او اړیکو کې د ملا د تیر حیثیت لري، که تاسو وکولای شئ د اعتماد فضا وساتئ، وخت ناوخت پام ورته وکړئ او لکه د ګل په څېر اوبه ورکړئ نو ستاسې اړیکه به روغه او خوږه شي. کوښښ وکړئ په منځنۍ کچه د اعتماد فضا وساتئ، ځکه داسې ډېر نارینه او مېرمنې شته چې په قصدي ډول خپلې اړیکې او اعتماد په پښه وهي او له منځه یې وړي.

هغه نارینه او مېرمنې چې خپل ژوند کې اعتماد ته ارزښت نه ورکوي، هېڅکله یو بل نشي جذبولای او په بنسټیزه بڼه یو بل ته نشي نږدې کېدای، که موږ وغواړو چې اړیکې مو تل پاتې اوسي، وساتل شي او خوږې شي نو باید هڅه وکړو چې ژوند کې په منځنۍ کچه اعتماد وساتو او همداسې دوام ورکړو.

درېیمه مسئله د یوې قوي اړیکې لپاره د واقعیتونو منل دي له بده‌مرغه ډېري مېرمنې  او نارینه د خپل ژوند واقعیتونه نه مني او سهار و بیګاه چغې وهي؛ خاوند مې دا نه کوي، مېرمنه مې هغه نه کوي، د همدې نیوکو له امله اړیکې خرابېږي او ډېرځله پر ناخوالو اوړي. دا باید ومنو چې خاوند/مېرمنه مو بدرنگه ده خو د دې ترڅنګ هغه ډېرې داسې ارزښتناکه ځانګړنې لري چې باید تمرکز پرې وشي او وستایل شي، نیوکې او د یوه عیب بیا بیا یادول ستونزه نه حلوي بلکې کینه حسادت او ناخوالې ډېروي او پایله یې تاوتریخوالی دی.

که وغواړو چې خوږه اړیکه ولرو نو دا درې مسئلې باید په پام کې ولرو: درناوۍ وکړو، اعتماد وساتو او هغه واقعیتونه باید ومنو چې زموږ ژوند کې شته او د بدلېدلو وړ نه دي. د دې درې ګونو ټکو په پام کې نیولو سره کولای شو خپلې اړیکې وساتو، روغې او خوندورې یې کړو.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.