شعیب اختر: بابراعظم د زِمبابوې پر وړاندې ټېسټ لوبو کې ناکام شو

د پاکستان چټک توپ اچوونکي شعیب اختر ویلي، چې بابراعظم باید د زمبابوې پر وړاندې ټېسټ لوبو کې ۳ سوو نه نیولې تر ۴۰۰ پورې منډې کړې وای.

هغه د بابراعظم د ناکامۍ راز ویلی دی.

اعظم د زِمبابوې پر وړاندې دوه لوبو کې یواځې دوه منډې کړي او اته توپونو ته یې د لوبولو حوصله ورکړې وه.

هغه په لومړۍ لوبه کې د ټېرېپانو په توپ په صفر کېچ شو او دویمه لوبه کې یې دوه منډې کړې وې، چې د بلېسنګ موزرباني په توپ اوټ شو.

شعیب اختر وایي کله چې د تېرې جمعې په ورځ پاکستان ټاس وګاټه او توپوهنه یې غوره کړه، نو بابراعظم یوه طلایي انډه وخوړه یا په صفر اوټ شو.

له کوم وخته چې بابراعظم د پاکستانۍ لوبډلې لوبډلمشر شوی دی، نو په ټېسټ لوبو کې یې خپل فوم او دقت له لاسه ورکړی دی.

هغه په څلورو ټېسټ لوبو کې د لوبډلمشر په توګه په شپږو پاڼیو کې ۱۲۴ منډې کړي او اوسط یې ۲۰ اعشاریه ۶۶ دی.

هغه په دې پړاو کې یواځې یوه نیمه سلیزه وهلې ده.

شعیب اختر او بابر اعظم

اختر وایي دا چې د پاکستان په لوبډله کې ټاپ ارډر لوبغاړي یا پیلیز توپوهونکي ښه لوبه کوي، نو بابراعظم ډېر وخت مېدان ته د تګ انتظار کوي او په څلورم نمبر توپوهنې ته ورځي، چې دې کار یې توپوهنه خرابه کړې او ژر سوځېږي.

د پاکستان لپاره دویمه ټېسټ لوبه کې عمران بټ او عابد علي اوپننګ پیل کړ، چې عمران بټ په ۲ منډو وسوځېد او عابد علي بیا ۲۱۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

ون ډاون چې ازهرعلي راغلی و، په ۱۲۶ منډو وسوځېد.

نو له دې وروسته بابراعظم راغی او هغه هم په ۲ منډو رخصت شو.
شعیب اختر وایي دا چې بابراعظم دومره انتظار کوي لکه قرنطین چې وي، نو خامخا یې په توپوهنه منفي تاثیر پرېوځي او منډې نشي کولای.

هغه ویلي د بابرعظم فوم د خپلې لوبډلې لپاره خورا مهم دی.

د زِمبابوې او پاکستان ټېسټ لوبې

لومړۍ ټېسټ لوبه پاکستان په یوه پاڼۍ او ۱۱۶ منډو ګټلې وه، چې د پاکستان لپاره عمران بټ ۹۱، عابد علي ۶۰، فواد عالم ۱۴۰ او محمد رضوان ۴۵ منډې کړې وې.

زِمبابوې ونه توانېده چې دوو پاڼیو کې د پاکستان ۴۲۶ منډې پوره کړي.

د لومړۍ ټېسټ لوبې غوره لوبغاړی حسن علي نومول شوی و او ټولې یې ۹ وېکټې ترلاسه کړې وې.

دویمه ټېسټ لوبه او د پاکستان او زِمبابوې مقابله.

پاکستان لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د عابدعلي د ۲۱۵ ناسوځېدلو منډو، د ازهرعلي د ۱۲۶ منډو او د نعمان علي د ۹۷ منډو په مرسته ۵۱۰ منډې وکړې.

موزرباني څلور او چېسورو دوه وېکټې ترلاسه کړې.

زِمبابوې په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۳۲ منډې وکړې او ټولې وېکټې یې له لاسه ورکړې.

حسن علي د زِمبابوې پنځه توپوهونکي وسوځول.

پاکستان، زِمبابوې ته د فالو آن انتخاب ورکړی دی، اوس زِمبابوې ته پکار ده، چې دغه منډې ورخلاصې کړي او بیا که کومه منډه یې په پاکستان ور واړوله، هغه به پاکستان ته هدف جوړ شي او پاکستان کولای شي، یاد هدف په اسانۍ سره پوره کړي.