د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېنټ مکینزي له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې د امریکایي سفارت د امنیت مسوولیت پر افغان حکومت دی او په خبره یې دغه هېواد ژمن دی چې په کابل کې د امریکا سفارت وساتي.
دده په خبره له دې هر څه سره امریکا کولی شي خپل سفارت په کابل کې وتړي، خو هغه مهال چې دا د افغان حکومت غوښتنه وي او یا د طالبانو او جمهوریت یو ګډ حکومت دا پرېکړه وکړي.
مکینزي دغه راز ویلي چې دوی په افغانستان کې د خپلو وګړو ساتنې ته ژمن دي او په دې برخه کې پر هر ډول اقدام لاس پورې کولی شي.
دغه لوړپوړي امریکایي جنرال د افغانستان د راتلونکې په اړه ویلي، چې دوی د هر ډول ګواښ پر وړاندې پر وخت د ځواب وړتیا لري او په وینا یې هر څه له نږدې څاري.
بل لورته د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ تازه رسنیو ته ویلي چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو بهیر پر مخ روان دی او دوی بریالي شوي چې دغه بهیر تر پنځوس سلنې بشپړ کړي.
سرچینې زیاته کړې، چې دمګړی سلګونه عسکر او نظامي تجهیزات له افغانستان ایستل شوي دي او ددوی د اټکل له مخې دغه بهیر تر پنځوس سلنې بشپړ شوی، په دې توګه نو دوی تر ټاکلې نېټې خپل ټول سرتېري له افغانستان ایستلی شي.
د امریکایي پوځ مرکزي قومندانۍ یو ځل بیا ویلي چې دوی له افغانستان سره مرستو ته ادامه ورکوي، د جګړو د ختمېدو ملاتړي دي او پر طالبانو او افغان حکومت یې غږ کړی چې د سولې مذاکرات بیا ځلې پيل کړي.