د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وایي افغانستان کې د پاکستان لاس وهنې په تسر تاریخ کې ټوله سیمه د بربادۍ سره مخ کړه دا ځل به یې هم نتیجه بربادي وي.
منظور پشتین په خپله ټویټرپاڼه لیکلي افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې به یوازې افغانستان ته زیانونه نه اړوي بلکې د ډیورنډ د کرښې دیخوا به هم پښتنو ته د پخوا په څېر د ستر زیان سبب جوړ شي.
منظور پشتین او دپښتون ژغورنې غورځنګ نورو مشرانو تر دې وړاندې هم بیلابیلو وختونو کې دپاکستان په حکومت افغانستان کې دلاسوهنو تورونه لګولي خو د پاکستان پوځ بیا وایي چې دپښتون ژغورنې غورځنګ دافغانستان او هند لخوا حمایه کیږي او هغوی پیسې ورکوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې پرون د جمعې په ورځ ازبکستان کې د اسیاء د پیوستون کنفرانس په مهال د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په مخکې دافغانستان ولسمشر اشرف غني تور ولګولو چې هیواد ته یې دپاکستان څخه وسله وال ور اوړي او هلته بریدونه کوي.
هغه وویل په نږدې وختونو کې د پاکستان او نورو هیوادونو څخه لس زره وسله وال افغانستان ته ور اوښتي دي خو دپاکستان لومړي وزیر عمران خان بیا د اشرف غني دا تورونه رد کړي او پخپله وینا کې یې ویلي چې دافغانستان په سوله کې دپاکستان په څېر کار هیچا نه دی ادا کړی.
افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو د لړۍ پیل کېدو سره سم په دغه هیواد کې طالبانو خپل بریدونه او جګړه پراخه کړې او دعوې کوي چې دافغانستان په لسګونو ولسوالۍ یې پخپل کنټرول کې اخستې دي.
پاکستان کې هم دطالبانو په دې پرمختګونو ځېنې خلک خوشحالۍ کوي او په پېښور او کوټه کې په دې وروستیو کې د طالبانو په پلوۍ لاریونونه را ویستل شوي دي.
د یادونې ده چې وړمه شپه د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، پاکستان په رسمي ډول افغان حکومت ته خبر ورکړی، چې که د سپین بولدک د بېرته نیولو هڅه وکړي، د پاکستان پوځ له هوایي غبرګون سره به مخ شي.
نوموړي یادې څرګندونې په خپله رسمي فېسبوک پاڼه خپرې کړي دي، خو په تړاو یې نور څه نه دي لیکلي.
امرالله صالح د دې خبرې په ځواب کې چې ګواکې د پاکستان د هوایي ځواک خبرداری جعلي دی، په یو بل ټویټ کې ویلي، چې که څوک د ده په خبره شکمن وي نو دی چمتو دی چې ثبوت ورسره شریک کړي.
بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح دا څرګندونې رد کړې، چې ګنې د پاکستان پوځ سپین بولدک کې د افغان هوايي ځواک د اقدام خبرداری ورکړی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان قلمرو کې د خپلو نظامیانو او خلکو ساتنې لپاره د لازمو اقداماتو تیاری لري.