ملګري ملتونه: یو میلیون افغان ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

شاوخوا یو میلیون ماشومان په افغانستان کې د مړینې له خطر سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي چې په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت خورا ترینګلی دی.

د سرچینې په خبره دمګړی شاوخوا یو میلیون ماشومان په افغانستان کې د مړینې له خطر سره مخ دي.

سرچینه کاږي چې ۱۴ میلیونه ماشومان په افغانستان کې له لوږې سره مخ دي، شاوخوا درې میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي نو له همدې امله که نړیواله ټولنه پر وخت اقدام و نه کړي شاوخوا یو میلیون ماشومان له مرګ سره مخ کېدلی شي.

یونسیف دغه راز ټینګار کړی چې په ټوله کې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره وضعیت او د ژوند چاپېریال مناسب نه دی نو له همدې امله د نړیوالې ټولنې لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو پر نړیوالو بنسټونو غږ کړی چې په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې او پالنې لپاره لاس په کار شي او دوی له شته خطرونو او ګواښونو وژغوري.

د یادونې ده چې تېره ورځ د افغانستان ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې نړیوالې رسنۍ د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه ناسم تبلیغات کوي.

هغه زیاته کړې ده چې د افغان ماشومانو وضعیت هومره هم بد نه دی لکه نړیوال بنسټونه او رسنۍ چې یې په اړه اندېښنه څرګندوي.

مجاهد ویلي چې که ستونزې ډېرېږي نو مسوولیت یې هم د نړیوالې ټولنې پر غاړه دی ځکه د ده په وینا دوی د مشروعیت لپاره ټاکل شوي ټول معیارونه پوره کړي دي خو نړیوالې ټولنې لا هم خپلو بندیزونو ته دوام ورکړی دی.

هېره دې نه وي چې د افغان ماشومانو د ملاتړ بنسټ (یونسیف) هم راپور ورکړی دی چې افغان ماشومان په تر ټولو بد بشري وضعیت کې ژوند کوي او دوی له همدې امله سږکال د ماشومانو نړیواله ورځ نه لمانځي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي