دوه پرلپسي ورځې؛ ٧ د ثور او ٨ د ثور

دا څو ورځې بېلا بېلې مقالي، تبصري او مطالب  لولم.

 په انټرنټ کې مې ځینې داسې مطالب لاسته راوړل، چې په ۱۳۵۸ کال کې لیکل شوي وو. ومې لوستل؛ وروسته په داسې مطالبو او تبصرو هم پېښ شوم، چې په پیښور ښار کې په ۱۳۶۲ کې لیکل شوي وو.

بلاخره دا ټول مطالب مې سره راغونډ کړل او ځان سره مې دواړه انقلابه، یا په بله اصطلاح سقوطونه / کودتاوې پردی وبللي او دا جګړه مې د پردو نيابتي او تپل شوې جګړه وبلله.

بنا پدې دلایلو:

په کال ۱۳۵۲ کې ښاغلي “محمد داود” د حزب دموکراتیک خلک افغانستان د ګوند په مستقیمي مرستي سره په خپل تره زوی “محمد ظاهر شاه” کودتا وکړه او قدرت یې لاسته راوړو.

ځینې افراطي ښې لاسه کړيو لکه حکمتیار، رباني ،احمدشاه مسعود او ځینو نورو د ورته اند خلکو چې ځانونه یې نور په افغانستان کې خوندي نه بلل، د پاکستان په لوري مخه کړه، او د پاکستان استخباراتي چارواکو ته یې ځانونه وسپارل .

پنځه کاله وروسته “سردار محمد داود” بیا هم د (پردو) په ويناؤ د حزبي دموکراتیک ټول مشران بند خونه کې بند کړل، چې د اعدام اټکل یې کیدو.

نو ځکه د حزب دموکراتیک دویېم مشر “حفیظ الله امین” د (پردو) سره د مشورې نه وروسته د دې لپاره چې خپل مشران وژغورې د کودتاه امر ورکړو.

د “سردار محمد داود” تر ټولو لوی او قوي ملاتړی د افغانستان دموکراتیک ګوند ؤ. د اردو لوړ پوړي افسران هم ، ټول د حزب دموکراتیک خلق افغانستان غړي وو. نو ځکه دا کودتاه بریالي شوه او د انقلاب نوم ورکړی شو.

په لمړیو وختونو کې دوی ښه وځلیدل، خو وروسته دا ثابته شوه، چې د دوی مشران یوازې د( پردو) نانزکې وي، چې د حزب دموکراتيک ټول غړې یې غولولي وو.

د کرښې په دا بله خوا کې هم حالت بدل شو.

دې څو تنو افراطیانو دغې خوار ملت ته د جهاد دعوت ورکړ. داخل د افغانستان کې خلقي حکومت ډېر په تېزۍ سره هره ورځ یو نوی فرمان صادرولو.

خانانو، ملکانو، د ځمکو خاوندان او ځینې مذهبې اشخاصو، د شاهي کورنۍ غړو او د دوی غوښتونکو نور وطن کې ځانونه په امن کې نه احساسول، او استخبارتي کړیو هم د دغې موقع نه ګټه پورته کړه. د افغانستان په هر ګوډ کې د حکومت په ضد تبلیغاتي کار پیل کړ، خلقي حکومت هم د احساساتي ځوانانو په لاس کې وو، نو ډېر اعمال او فیصلې یې هم احساساتي او عجولانه وي. د دوی دې اعمالو د ټولنې منځ کې سخت غبرګونونه را پیدا کړل.

په ډېره لوړه کچه خلک د وطن نه مهاجر  شول، په جهادي رهبرانو د دوی شتون نه ګټه پورته کړه. په ملیاردونو ډالري د غربي هېوادونو نه او عربي نړۍ نه لاسته راوړل، ۷ جهادي تنظیمونه یې په پاکستان کې او ۸ تنظیمونه یې په ایران کې جوړ کړل. سعودي عربو او امریکا ته زرینه موقع لاسته ورغلله. سعودي د روس په بریا کې خپل مرګ لیدو. او امریکا هم د ویتنام د انتقام تږې وه.

پاکستان هم نور د ډیورنډ په هکله په ګونډو کیدو ته نږدي وو.

افغاني تنظیمونه دغه درېواړو ملکونو ته لکه د ټپ ملهم حیثیت درلود. د مرستو دروازې د دغو تنظیمونو په لورې پرانستل شوې.

د وخت په تیرېدو سره دا خبره هم ثابته شوه، چې دا تنظمې مشران یو هم مجاهد نه وو. او هېچ کله یې هم د وطن د ګټو فکر ځان سره نه درلود.

امریکا او روس غیر مستقیم د یو او بل خلاف جګړې ته دننه شول.

خو جګړه د دواړو خواو افغانانو پر وینو مخته تله او د افغان بچي به پکې وژل کیدل.

یوې خوا به ځان شهید بللو، ځکه چې د خپل وطن په ساتنه کې مرګ شهادت دی.

بلی خوا به هم ځان شهید بللو. ځکه چې روس د دوی وطن ته راغلي وو، خپل دین یې په خطر کې بللو.

زه ولې دا جګړه پردۍ بولم؟

دا ( پردی) غوایي په اووم د ثور ۱۳۵۷ زما وطن ته را دننه شوو.

او زما وطن يې په خپلو (خرمستیو) سره ویجاړ کړ.

امپریالستان او بنسټګر مذهبيان هم د ښکاري په جامه کې د دغې غوایي د وژلو په نیت، زما وطن ته د مذهب او دوستی په نامه راغلل، او په ښکار بوخت شول. پوره ۱۴ کاله او یوه ورځ وروسته، دا پردی غوایي زما په خاوره کې ومړ. ښکارې بیرته خپل کورته ستون شو.

غلو او داړه مارانو څومره چې دغه غوایې شکولي شو وشکولو، اوس ماته د دغې غوایې مړی پاتي شوی دی.

اوس دا پردی غوایې خوسا شوي  دی، بد بوي کوي نقصان يې ماته رارسېږي، زما ماشومانو ته رارسېږي، زما کلي او کورته رارسېږي.

نو اې ګرانو ځوانانو! تاسو ته اوس څه کول پکار دي؟!

اوس باید دا غوایي نور ښخ شي، تر څو چې د دې غویي د شره ټول خلاص شو.

کوم ماشومان چې په ۱۳۵۷ کال کې نړۍ ته راغلي وو؛ نن سبا د  ٤٣ کلو په عمر دي.

کوم ماشوم چې په ۱۳۷۱ کې نړۍ ته راغلي دي؛ یا زږیدلي دي، نن د ٢٩ کلو په عمر دي. یعني دواړه دورې اوس په هر څه پوهه دي، او حقیقت ورته څرګند دی.

تر اوسه په نړۍ کې هېچ انسان د خپل پلار په جرم ندی محاکمه شوی.

او اسلام هم وايې چې، هېچ څوک الله ج د خپل پلار په نیک عمل نه بخښي.

نو راځئ چې دا غمیزه یوۀ اوږد مهاله توره کربلا وبولو.

او د وطن د ابادی له پاره لاس په لاس او څنګ په څنګ ودرېږو، خپله ژبه پیاوړي کړو تعلیم ته مخه کړو.

تر څو په راتلونکي کې هېچ څوګ ونه شي کړی، چې زموږ خوږ وطن کې بیا داسي لیونی غویي وساتي، او موږ پرې ژوبل او ژغور کړي.

ددغو دورو ټول شهیدان دې د الله ج وبخښي او کورنیو ته یې صبر جمیل ورکړي.

راځئ، چې په اوسني حالت کې خپل ذهنونه راټول کړو او د وطن دښمن ته په قلم، پوهه او احساساتو سخت ګذار (ماته)  ورکړو.