ملګري ملتونه د خپلو دفترونو او کارکوونکو د ساتنې لپاره طا لبانو ته تنخوا ورکوي.
رویټرز په یوه راپور کې ویلي، ملګري ملتونه غواړي چې په افغانستان کې د خپل ماموریت، دفترونو او عملیاتي پروګرامونو د ساتنې لپاره طا لبانو ته شپږ میلیونه ډالر ورکړي.
دغه پیسې به هغو کسانو ته ځانګړې کېږي چې د ملګرو ملتونو د دفترونو امنیت خوندي کوي.
له دې پیسو به یادو امنیتي کسانو ته تنخوا او خواړه برابرېږي.
راپورونه وایي چې یوازې په کابل کې په لسو بېلو څانګو او دفترونو کې د ملګرو ملتونو شاوخوا ۳۵۰۰ کسان په کار بوخت دي چې د امنیت ساتل یې مهمه مسئله ده.
ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې به یې د بشردوستانه فعالیتونو په موخه حضور دوام کوي او هڅه کوي د روان بشري ناورین په کمولو کې رغنده رول ترسره کړي.