ملګري ملتونه: نړیواله ټولنه دې د طالبانو حکومت سره اړیکو ته دوام ورکړي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ له حکومت سره تماسونو ته دوام ورکړي او دغه جګړه ځپلی هېواد له اقتصادي سقوط څخه وژغوري.

ګوتریش دغه څرګندونې له فرانس پرس خبري اژانس سره په مرکه کې چې نن خپره شوې کړې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړې، دا د ټولو مسؤلیت دی چې له هغو خلکو سره چې ډېر کړېدلي دي، پیوستون وښودل شي، له هغه خلکو سره چې ملیونونه ‌یې د لوږې له امله د مړینې له خطر سره مخامخ دي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې او د یونما مشرې دیبورا لاینز په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني باید دغه هېواد ته ورکړل شي او تر څنګ یې دې له دې شتمنیو او پیسو کلکه څارنه هم وشي.

نوموړې ویلي نړیوال دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان اقتصاد تر دې هم خراب شي او ددغه هېواد د کمزوري کېدو سبب شي.

نوموړې ویلي چې همدا اوس زرګونه افغانان بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري او د وچکالۍ له امله افغانستان سره پراخو بشري مرستو ته اړتیا ده؛ نو ځکه باید د افغانستان کنګل شوې شتمني دغه هېواد ته ورکړل شي او بشري مرستې دې ډېرې شي.

دیبورا لاینز وايي که وضعیت همداسې دوام وکړي ښايي فقر او بېکاري نوره هم ډېره شي او په دې توګه د فقر کچه په دغه هېواد کې ۹۷ سلنې ته ورسېږي.

بلخوا د اندونیزیا بهرنیو چارو وزیرې جاکارتا کې د استرالیایي چارواکو سره یوه خبري غونډه کې ویلي چې افغانستان کې د نوي حکومت واکمنان طالبان باید اوسنی لاسته ورغلی فرصت مهم وګڼي او ټولې هغه نیمګړتیاوې لرې کړي چې شل کاله مخکني حکومت یې لرلې.

آسترالیایي چارواکو ویلي چې اندونیزیا د یو پیاوړي مسلمان هیواد په توګه باید له افغانستان سره له نیږدې کار وکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي