ملګري ملتونه: شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د افغانستان تر نیمایي ډېر وګړي غذايي مصونیت نه لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مشر په تازه څرګندونو کې ویلي چې شاوخوا ۲۲ میلیونه وګړي په افغانستان کې غذايي مصونیت نه لري او د خوړو له کمښت سره مخ دي.

دده په وینا نړۍ باید په دې پوه شي چې دا جدي مسئله ده او میلیونونه وګړي په افغانستان کې له لوږې سره مخ دي.

هغه زیاته کړې چې تر ټولو ستر ګواښ د لوږې له امله ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته متوجه دی چې باید ژر تر ژره یې د له منځه وړلو لپاره هڅه وشي.

د خوړو نړیوال پروګرام پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ کړی دی چې د افغانستان د ژغورلو او په دغه هېواد کې د اقتصادي ودې لپاره دې رغنده ګامونه اوچت کړي او د میلیونونه وګړو ژوند دې وژغوري.

په ورته وخت کې هند ویلي، چې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په لټه کې دی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې هند د مسکو په غونډه کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د ترسره کولو ډاډ ورکړی دی، خو هڅه کوي داسې لارې چارې وپلټي چې دغه مرستې افغانانو ته ورسولی شي.

رسنۍ وایي هند وېره لري چې په افغانستان کې به یې د بشري مرستو پر رسوونکو بریدونه وشي او یا به د ځينو ډلو له غبرګون سره مخ شي نو له همدې امله د امنې لارې چارې په لټه کې دي.

همدا راز ټاکل شوې چې هند د ایران په غونډه کې هم ګډون وکړي چې اجنډا یې د افغانستان او سیمې وضعیت دی.

هند د مسکو په غونډه کې د بشردوستانه مرستو ژمنه کړې ده خو په دې اړه یې لا ډېر جزیات نه دي ورکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي