ملګرو ملتونو یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې په هېواد کې به د نجونو د زده کړو او تحصیل د ادامې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د هېواد له بېلابېلو ولایتونو له راغلو مېرمنو سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو په هېواد کې پر روان وضعیت، د مېرمنو پر حقونو او نورو اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.
لاینز ډاډ ورکړی چې دوی په افغانستان کې د مېرمنو له تحصیلي او تعلیمي برخو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او په دې لټه کې دي چې د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې په بشپړه توګه د نجونو پر مخ پرانیستل شي.
دوی ټینګار کړی چې زده کړې او تعلیم د نجونو حق دی او باید ورکړل شي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم ویلي چې په افغانستان کې به د ښځينه وو د حقونو د خوندیتوب لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.
د یادونې ده چې تېره ورځ د مالیزیا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر قمرالدین جعفر ویلي دوی د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له غړو او نورو هېوادونو سره خبرې کوي څو وکړی شي په افغانستان کې د ښځينه وو د تعلیم او لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.
د جعفر په وینا دوی په یوازې ځان دا چاره نه شي ترسره کولی باید نور هېوادونه یې هم لاسنیوی وکړي څو په افغانستان کې د نجونو لپاره د لوړو زده کړو ځانګړي مرکزونه جوړ کړي او تر څنګ یې په تعلیمي برخه کې د دوی لاسنیوی وکړي.
سرچینه همدا راز وایي چې دوی هڅه کوي افغانستان ته سفرونه ولري او له نوي حکومت سره د زده کړو او تعلیم پر فرصتونو خبرې وکړي.